د بریتانیا صدر اعظم کییر سټارمر له هغه وروسته له نورو فشارونو او ننګونو سره مخامخ شو چې د راپورونو په اساس د هغه د روغتیا وزیر ویس سټریټینګ هم د خپلې استعفا لپاره چمتوالی نیسي، چې د هغه د ځای د نیولو لپاره سیالۍ ته لاره هواره کړي.
د ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د بریتانیا د روغتیا وزیر سټریټینګ به د پنجشنبې په ورځ استعفا ورکوي، څو د مشرتابه د موقف د ترلاسه کولو لپاره د سیالیو فرصت رامنځ ته کړي.
تر دې مخکې پاچا چارلس په یوې تشریفاتي غونډې کې د سټارمر د حکومت کاري اجنډا بیان کړه او داسې ښکاري چې دا اجنډا هېڅ عملي نه شي. سټارمر او د کابینې وزیران یې د پاچا چارلس له لوري د حکومت د اجنډا د اعلان په مهال په دغو مراسمو کې وو.
تېره اونۍ د بریتانیا په ټاکنو کې د صدراعظم سټارمر کارګر ګوند په سیمه ایزو ټاکنو کې لویه ماتې وخوړه. له دغو ماتو وروسته د هغه د کور جوړوونې او سیمه ایزې حکومتولۍ د چارو او د ټولنیز مصونیت وزیرانو استعفاوې ورکړې.
د بریتانیا صدراعظم کایر سټارمر د سهشنبې په ورځ وویل چې د استعفا ورکولو نیت نه لري، خو د کارګر ګوند دننه په هغه باندې فشارونه زیات شوي چې استعفا ورکړي.
د کارګر ګوند د اصولو له مخې، د رهبرۍ د سیالیو د پیل لپاره باید لږ تر لږه د پارلمان ۸۱ غړي د یوه ځانګړي نوماند ملاتړ وکړي، خو تر اوسه دغه شمېره نه دی بشپړه شوې.
ستارمر د ټاکنیزو ماتو مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې خپلې دندې ته به دوام ورکړي. هغه ټینګار کړی چې د بریتانیا خلک تمه لري حکومت د هېواد پر اداره کولو تمرکز وکړي.
فورم \ دبحث خونه