د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د چاپ لس مطبعې دي خو خام مواد د بهر نه راوړي


د پکتيا اوسېدونکی نصرت الله په ګردېز ښار کې مطبعه لري. هغه وايي په دې وروستيو کې چې مطبعه يې د چاپ پر نويو ماشينونو سمبال کړې کاروبار يې د ودې او پرمختيا په حال کې دی.

نصرت الله او ورسره ملګري يې کرۍ ورځ د بېلابېلو موادو په چاپ بوخت وي. هغه وايي چې د مطبعې پر جوړېدو لګښت کم راځي، خو عوايد يې هم ډېري دي او هم يې د خلکو اړتيا پوره کړې ده.

نصرت الله وويل ” هر ماشين ځانته قيمت لري. ټول لګښت شاوخوا شل لکه افغانۍ پرې راځي. کتابونه، د دوکانونو بېلونه، اخبار، د وادونو د دعوت کارتونه او ځينې نور شيان چاپوو‟.

د شمېرو له مخې په ټوليز ډول اوسمهال په ګردېز ښار کې شاوخوا لس مختلفې مطبعې، چې تر ډېره بريده په ښو وسايلو سمبال دي، فعاليت لري او دا شمېر په دې وروستيو کې مخ پر ډېرېدو دی.

د پکتيا اوسېدونکي وايي، چې د دې مطبعو په جوړېدو سره اوس خلک نه دي اړ چې د چاپ په برخه کې د اړتيا پوره کولو لپاره کابل او يا نورو ولايتونو ته لاړ شي.

د ګردېز اوسېدونکی عتيق الله نصرت وايي: ”مخکې به مو چې موږ کتابونه او يا بل څه چاپول، نو کابل او يا پاکستان ته به تللو. خوشخبتانه اوس پکتيا کې دا اسانتيا لرو. موږ مجلې، کتابونه، اخبار او يا نور څه دلته چاپوو‟.

په ورته وخت کې د مطبعو مسوولين وايي، چې د برېښنا د نشتون ترڅنګ خامو موادو ته په خپل وخت لاسرسی نه لري. دوی زياتوي چې اوسمهال د خامو موادو له پلوه په ايران او پاکستان اتکاء لري.

د مطبعې مسوول نصرت الله وايي: ”ستونزه دا ده چې دلته خام مواد نشته. خام مواد له ايران، پاکستان او چين نه راوړو. په خامو موادو کې کاغذ ته ډېره اړتيا لرو. که موږ دلته کاغذ ولرو زموږ ستونزه هوارېږي‟.

په عين وخت کې د پکتيا د سوداګرۍ د خونو رئيس عبدالنصير عالميار اشنا راډيو ته وويل، هيله من دي چې دې ولايت ته د وارداتي برېښنا په راتلو سره لازمه پانګونه وشي. ده له پانګوالو وغوښتل، چې پرځان د بساينې لپاره پر صنعتي فابريکو پانګونه وکړي.

هغه زياته کړه: ” که چېرې پانګوالو ته زمينه برابره شي او اسانتياوې ولري دلته فابريکې زياتېږي. په دې وروستيو کې پکتيا فابريکې زياتې شوې دي. ستره ستونزه يې د برېښنا نشتون دی‟.

په مجموعي توګه د کيفيت له پلوه چاپېدونکي مواد ښايي ډېره کمه ستونزه ولري، خو د خلکو اندېښنه دا ده، چې د ډيزلي برېښنا له کبله چاپېدونکي مواد په لوړه بيه تمامېږي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG