د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب شوی


د کندهار زندان پخوانی عکس
د کندهار زندان پخوانی عکس

د کندهارامنیتي چارواکي وايي په سرپوزې زندان کې د پوليسو او زندانیانو ترمنځ اخ و ډب شوی دی.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن یکشنبه اپرېل۲۶ (غويي۷) امریکا غږ ته د کندهار په عمومي زندان کې د بندیانو او پوليسو ترمنځ لانجه تائید کړه او وويل چې بشپړ جزئیات به يې وروسته اعلان کړي.

هغه زیاته کړه:"په عمومي زندان کې د بندیانو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی ټپیان پکښې شته، خو جزئیات به يې وروسته درسره شریک شي."

خو یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې زندانیانو په دغه اخ و ډب کې ۲۵ پوليس په چړو او نورو ژوبلوونکو وسایلو ټپیان کړي او شپږ پوليس یې یرغمل کړي دي.

په زندان کې اعتراض

له تیرو درو ورځو راهیسې د کندهار په عمومي زندان کې یو شمېر زندانیانو چې شمېر يې تر ۴۰ تنو زیات ښودل کیږي د اعتراض په ډول خولې ګنډلي دي.

اعتراض کوونکي زندانیان وايي چې د خلاصون په بدل کې د ضمانت په توګه زیاتي پيسې ورڅخه اخیستل کیږي چې دوی يې توان نلري.

د سرپوزې زندان یوه زنداني محمدالله امریکا غږ ته وويل چې په کابل کې له زندانیانو څخه د خلاصون په بدل کې۳۰ زره افغانۍ د ضمانت په ډول اخیستل کیږي خو له دوی څخه۶۰ زره افغانۍ محکمې د ضمانت لپاره اعلان کړي.

نوموړي زیاته کړه:"نن سهار پوليس زموږ بلاک ته راننوتل او په توند غبرګون کې يې د محبوسینو د کنډل شویو خولو د خلاصولو هڅه وکړه چې تاو تریخوالی رامنځته شو چې دواړه لوري پکښې ټپیان شوي."

بلي خوا ته د کندهار د مرافعه څارنوالۍ رئیس عیسی خان ابراهیم خېل د کندهار په عمومي زندان کې د را ولاړي شوي ستونزې په اړه امریکا غږ ته وويل چې دوی د ستونزې د حل لپاره لاس په کار شوي دي.

هغه وويل:"یو پلاوی د زندانیانو د ستونزو د حل لپاره نن خپله د کندهار سرپوزې زندان ته تللی او د محبوسینو له استازو سره يې تر خبرو وروسته هغوی ته ډاډ ور کړی چي په کابل کې د خوشي کیدونکو زندانیانو په څېر به له دوی څخه هم په هغه اندازه د ضمانت پيسې په بانک کې تحولیږي."

د کندهار د سرپوزې زندان د جنوب په کچه تر ټولو لوی زندان دی چې د ګاونډیو ولایتونو زندانیان هم پکښې ساتل کیږي.

پدغه زندان کې سیاسي، جنايي او د نشه يي توکو په قضیو کې شامل زندانیان، د ځینو امنیتي تدا بیرو په لحاظ یو ځای ساتل کیږي.

د کندهار د زندان مسئولین وايي چې د پوليسو سره په اخ و ډب کې د درې سره برخو زندانیان ښکېل وو.

له تیرو دو میاشتو راهیسې د کندهار په زندان کې د کرونا وېروس د خپریدو له وېري د زندانیانو د پایوازانو پر ورتګ هم بندیز لګیدلی او دامهال په یاد زندان کې نږدې دوه زره بندیان ساتل کیږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG