د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو چې کوم کسان خوشې کړي، اکثریت یې سرتېري نه دي- فیصل


د طالبانو لخوا له بنده ازاد شوي کسان
د طالبانو لخوا له بنده ازاد شوي کسان

د افغانستان د ملي‌ امنیت شورا وايي د طالبانو له لوري د ۶۰ پرېښودل شویو کسانو په منځ کې یې یوازې ۱۹ تنه یې سرتېري دي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل وویل چې په کندهار او لغمان ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د منسوبینو په نوم د ۶۰ خوشې شویو بندیانو له ډلې یوازې ۱۹ تنه یې د طالبانو له خوا د نیولو په مهال په افغان امنیتي ځواکونو کې دندې لرلې.

جاوید فیصل د شنبې په ورځ اپرېل ۱۸(وري۳۰)خبریالانو ته وویل چې په لغمان ولایت کې د ۴۰ خوشې شوو بندیانو څخه ۳۲ یې یوه میاشت وړاندې طالبانو نیولي‌ دي.

ښاغلي فیصل وویل: "کله چې دوی د امریکا سره په قطر کې د سولې تړون امضا کړ په هغې کې یې تعهد وکړ چې ۱۰۰۰ افغان زندانیان به خوشې کوي د هغې وروسته دوی دا کسان نیولي دي، ۲۸ یې په ۴۰ تنو کې هغه دي چې په تیره یوه میاشت کې او څلور نور یې ۱۶ یا ۱۷ ورځې دمخه نیول شوي دي".

جاوید فیصل وویل چې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې د تړون وروسته طالبانو د ملکي وګړو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.

هغه زیاته کړه:"په دغو ۴۰ کسانو کې چې هلته خوشې شوي دي، ۱۱ یې محلي پولیس دي، شپږ يې ترخیص شوي سربازان دي، هغه کسان دي چې د عسکرۍ دوره یې پوره کړې، هغه کسان دي چې د عسکرۍ د قواعدو نه مراعات کولو له امله له دندو ګوښه شوي دي."

د ملي امنیت د شورا ویاند وویل افغان حکومت طالبانو ته د خپلو بندیانو یو لست سپارلی چې خوشې شوي ۶۰ تنه یې په هغه لیست کې نه دي شامل.

د ملي امنیت شورا ویاند د افغان حکومت له خوا د طالب بندیانو د خوشې کولو د بهیر د ځنډ په اړه وویل :" دولت د وسله والو طالبانو د خوشې کیدلو لړۍ نه ده درولې، په دې اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني حکم واضح دی، مونږ تر ۱۵۰۰ پورې زندانیان خوشې کوو ترڅو هم د کرونا سره مبارزه وشي او هم د سولې په پروسه کې اعتماد سازي وکړو او پیشرفت ولرو."

افغان حکومت په تیرو ددو اونیو کې تر ۳۶۱ پورې طالب بندیان د بګرام له زندان څخه خوشې کړي دي. خو په خوشې شویو بندیانو کې هغه ۱۵ طالب قومندانان نه دي شامل چې کابل ته د طالبانو راغلي تخنیکي ټیم یې له افغان حکومت څخه د خوشې کولو غوښتنه لرله.

د طالبانو دغه ټیم د همدې مسلې پر سر د جنجال له امله افغان حکومت سره د بندیانو د خوشې کولو بهیر نیمګړی پریښود او خبرې وځنډولې.

تراوسه طالبانو د افغانستان د ملي امنیت د شورا دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو طالبانو ویلي چې په کندهار او لغمان ولایتونو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو ۶۰ بندیان تراوسه خوشې کړي دي.

XS
SM
MD
LG