د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکایي میلیاردر د افغانستان کانونو ته سترگې نیولي


​یو امریکایي میلیاردر چې دمخه یې په افغانستان کې د امریکا د جگړې د خصوصي کولو طرحه پیشنهاد کړې وه، اوس یې ددغه جنگ ځپلي هیواد د کانونو استخراج ته سترگې نیولي دي.

د بلک واټر د امنیتي شرکت بنسټ ایښونکی او پخوانی مالک ایریک پرنس، هڅه کوي چې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ اداره دې ته وهڅوي چې له یوې خوا په افغانستان کې د امریکا جگړه خصوصي کړي او مسؤلیت یې د هغه امنیتي شرکت ته ورکړي او له بلې خوا د هغه هیواد کانونه وباسي.

پرنس اوس د Frontier Services Group په نامه د امنیتي او لوژستیکي شرکت رئیس دی.

ښاغلی پرنس په سپینه ماڼۍ کې له نفوذ نه برخورداره دی. هغه د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت د پخواني مشاور ستیفن بنن ملگری دی او خور یې د جمهور رئیس ټرمپ په حکومت کې د معارف وزیره ده.

د افغانستان د دفاع وزارت او ارگ مقاماتو په دې اړه له تبصرې نه ډډه وکړه. خو د مخه د افغانستان یو لوړپوړي مقام د نوم د نه اخیستلو په شرط د امریکا غږ ته ویلي وو چې د ښاغلي پرنس وړاندیز قانوني مشکل لري او د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي موافقې په اړه یې پوښتنې رامنځ ته کړي.

په امریکا کې میشت د Buzzfeed په نامه رسنۍ رپوټ ورکړی چې ښاغلي پرنس تیره اونۍ د امریکا د کانگرس د استازو د مجلس د استخباراتو کمیټې کې خبرې کولې او د لومړي ځل لپاره یې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د جگړې د خصوصي کولو او د هغه هیواد د کانونو د استخراج په اړه د خپل پلان جزییات وړاندې کړل.

دغه رسنۍ وایي چې ښاغلی پرنس په مشخصه توگه پلان لري چې د افغانستان کانونه استخراج کړي، په دغو کانونو کې د یورانیم، مگنزیت، لیتیم چې د بطریو په جوړولو کې استفاده کیږي او "کمیابه خاکي عناصر" چې د وسلو او برقي سامان الاتو په جوړولو کې په کاریږي، شامل دي.

د Buzzfeed رسنۍ رپوټ ورکوي چې د ښاغلي پرنس په اټکل یواځې په هلمند کې چې د طالبانو زیات بریدونه کې سازمان کیږي او د مخدره توکیو د کرکیلې او قاچاق مرکز بلل کیږي شاوخوا یو ټریلیون ډالره کاني ذخیرې موجودې دي.

دغه رسنۍ دا هم وایي چې د ښاغلي پرنس طرحه د امریکا د امنیتي مقاماتو له مخالفت سره مخامخ شوې چې په هغو کې سي آی ای، او د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت مشاور مک ماستر شامل دي.

ښاغلي پرنس ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکا په ١٦ کلنه جگړه کې تر اوسه څه دپاسه ۲۴۰۰ امریکایي پوځیان وژل شوي او څه دپاسه ٢٠ زره نور امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي. د هغه په اند په افغانستان کې د امریکا د جگړې د اوسنۍ پالیسۍ دوام یواځې د مالي او ځاني منابعو ضایع کیدل دي.

د ښاغلي پرنس یو ویاند استدلال کړی چې د افغانستان د جگړې خصوصي کول او د هغه هیواد د کانونو ایستل نه یواځې پدې جنگ ځپلي هیواد کې د ثبات د ټینگیدو او د کسب و کار د رامنځ ته کیدو سبب کیږي، بلکه د امریکا مالیه ورکوونکو د لسگونو میلیلردو ډالرو او امریکایي ځوانانو د ضایع کیدو مخه نیول کیږي.

XS
SM
MD
LG