د لاس رسي وړ اتصالات

د رباني د تلین په غونډه کې کرزي ته سپکاوی وغندل شو


د زابل د ولایتي شورا له دفتر څخه په دغه خپور شوي عکس کې نن لاریون کوونکي د لاریورن په حال کې لیدل کیږي.
د زابل د ولایتي شورا له دفتر څخه په دغه خپور شوي عکس کې نن لاریون کوونکي د لاریورن په حال کې لیدل کیږي.

نن د کندهار او زابل په ولایتونو کې د مدني ټولنې، ولایتي شورا یو شمیرغړو د لاریونونو اوغونډو په ترڅ کې د افغانستان د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي ته د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې چې د پخواني جمهوررئیس برهان الدین رباني د پنځم تلین پ مناسبت په جوړه شوې غونډه کې، کرزي ته شوی سپکاوی په سختو ټکو وغنده.

جنرال عبدالرازق په خپل يوه توند غبرگون کې نن خبردارۍ ورکړ چې که د ملي مشرانو سپکاوی همداشان دوام وکړي نو دده لاسونه هم چا نه دي تړلي .

د کندهار د پولیسو قوماندن په دې برخه کې په ځانگړي ډول دغازي امان الله خان او حامد کرزی د افغانستان د تاريخ يوه لويه برخه ياد کړه او زياته يې کړه چې د هغوی توهين کونکي به د افغانستان د خاورې او ملي گټو د نورو دښمنانو په څیر خپل هدف و گرځوي .

د افغانستان د پخواني جمهوررئیس او د سولې د عالي شورا د پخواني رئیس استاد برهان الدین رباني د پنځم تلین په مناسبت په کابل کېد جمعې په ورځ د لویې جرګې په خیمه کې په یوه غونډه کې کله چې استاد سیاف خبرې کولې د غونډې یو ګډونوال د افغانستان د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي په خلاف شعارونه ورکول پیل کړل، چې د یو شمیر نورو له خوا بدرګه کیدل

" مرګ په طالبانو مرګ په کرزی، الله اکبر ".

جنرال عبدارازق وویل، چې که چېرې بيا جهادي مشران داسې د افغانستان د مخکنيو رښتینو رهبرانو سپکاوى وکړي نو د ننګرهار، لويې پکتيا، لوى کندهار ، مزار شريف او نورو مشران او خلک به راغونډ شي او ټول کارونه به يې بند او په وړاندې به يې ودريږي.

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي سپکاوى په سختو ټکو وغنده او ويې ويل که چېري بل ځل داسې وشي نودده لاسونه هم چا نه دي تړلي .

د کندهار د پولیسو قوماندان جهاد د افغانانو ملکیت و گاڼه او د ۱۹۹۲ کلونو د کورنيو جگړو عاملين یې د افغانستان قاتلين ياد کړه.

د کندهار د پولیسو قوماندان جنرال عبدالراق نن د شنبې په ورځ په کندهار کې خبریالانو ته وویل، چې یو شمیر جهادي مشران غواړي چې د پخوانیو مجاهدینو یو شمیرقوماندنان چې د جنرال عبدالرازق پر وینا خلک يې وژلي او د خلکو په سرونو کې يې ميخونه ټک وهل رامخې ته کړي او د هغوی په نوم مډالونه جوړ کړي.

جنرال عبدالرازق وویل " که څوک د جهاد په نوم زر داد ، طوفان او ځينو نورو غلو او د افغانستان د زرگونو بې گناه انسانانو قاتلين مجاهدين بولي او په نومونو يې مډالونه جوړول غواړي نو بيا ملاداد الله تر دوی ټولو ښه مجاهد وو چې په وجود کې يې روغ ځای نه وو پاته او دوی يې ټول تر کولاب او ايران تېر کړي وو ، نو تر دی خو بيا ملامحمد عمر ښه مجاهد وو چې نه یې په رزگونو جريبه ځمکه غصب کړه او نه یې چا نوره شتمني وليده ، که مډالونو ته معيار داوي نو بيادي د زرداد او طوفان پر ځای دغو کسانو ته جوړ شي ".

د کندهار د پولیسو قوماندن د بخوانیو مجاهدینو د یو مشراستاد عبدالرب الرسول سياف د څرګنندونو پر وړاندې د غبرګون د ښودلو پر مهال وويل که چېرې د روس سره د جنګديدونکو جهادي مشرانو په نوم مډالونه ورکول کيږي نو بيا خو سردار داود خان لومړنى شهيد او سپېڅلی مجاهد دی چې په نوم یې مډال جوړ شي.

جنرال عبدالرازق دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ټاکل شوې نن په کندهار کې د یو لاریون په ترڅ کې پخواني جمهوررئیس ته شوی سپکاوی وغندل شي.

همداشان حامد کرزي ته د جمعې په غونډه کې د شوي سپکاوي د غندې لپاره نن د غرمې وړاندې د زابل د ولایتي شورا په غوښتنه د دغه ولایت په مرکز کلات کې یو لاریون وشو چې له امله یې د کابل - کندهار لویه هم د لنډ وخت لپاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه.

XS
SM
MD
LG