د لاس رسي وړ اتصالات

رسنیو ته د افغان حکومت خبرداری؛ ډرون کمرې په نښه کوو


د افغان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په یو مکتوب کې رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د ارګ ماڼۍ په حریم کې د ډرون کمرو له استفادې څخه ډډه وکړي.

په دغه مکتوب کې راغلي چې دا تدابیر د امنیتي ملحوظاتو په اساس او د "دښمن" د بریدونو د مخنیوي لپاره نیول شوي دي.

دغه مرکز ویلي چې د ډرون کمرو په مټ په اسانه له خوندي شوې سیمې په نښه کولی شي او له دغو سیمو څخه د انځور اخیستلو وړتیا لري او د احتمالي وسیلې په توګه ترې "دښمن" استفاده کولی شي.

د افغان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز خبرداری ورکړی که دا ډول کمرې د ارګ په حریم او شاوخوا کې ولیدل شي: "د جمهوري ریاست د عمومي محافظت د ریاست پرنسول به د خپلو وظیفوي مسولیتونو په پام کې نیولو سره د کمرو په راغورځولو لاس پورې کړي".

د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم تائيد کړې چې له دې وړاندې طالبانو له ډرون کمرو څخه په استفادې افغان ځواکونه په نښه کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت رئيس احمدضیا سراج کابو دوه میاشتې مخکې په ولسي جرګه کې وویل د ډرون کمرې په ازاده توګه په بازار کې پلورل کېږي او تر ډېره ترې د ویډیو اخیستلو لپاره استفاده کېږي.

ښاغلي سراج دغه راز وویل چې د لومړي ځل لپاره د داعش ډلې په سوریې او عراق کې له ډرون کمرو څخه کار واخیسته او دا تجربه له نورو تروریستي ډلو سره هم شریکه شوې ده.

ښاغلي سراج کوچنۍ ډرون کمرې خطرناکې وبللې او د واردولو په مخنیوي یې ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG