د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د کوکنارو پر ځای سویابین کرل کیږي


خوست کې د کوکنارو پر ځای سویابین کرل کیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

دلته پر يو شمېر هغو بزګرانو د سويابينو تخم وېشل کيږي، چې له مخکې د خوست د کرهڼې او مالدارۍ رياست​ له لوري مشخص شوي دي. د مسؤلينو په وينا دا د کوکنارو د بديل د ترويج يوه بله هڅه بلل کيږي.

د زراعت رياست د مسؤلينو په وينا سږکال پر ۵۵۰ کروندګرو د سويابينو اصلاح شوي تخمونه وېشي، ترڅو نورو کروندګرو ته وښيي، چې له سويابينو څخه د کوکنارو د يوه ښه بديل په توګه ګټه واخلي.

د زراعت رئيس انجينر حفيظ الله شاه نوري وايي، د يوه جريب ځمکې لپاره د سويابينو ۱۴ کيلو ګرامه تُخم ورکوي. هغه زياتوي، د همدې سويابينو راټوليدونکي حاصلات بيا في کيلو په ۴۰ افغانۍ له کروندګرو اخلي.

نوموړی وايي: ”د کوکنارو ځای نيسي او نظر نورو نباتاتو ته يې در آمد ډېر ښه دی. موږ پروسږ کال ۲۵۰ بزګرانو ته سويابين ورکړي وو. سږکال ۵۵۰ کسانو ته سويابين ورکوو، چې ۵۵۰ جريبه ځمکه به تر پوښښ لاندې نيول کيږي.‟

کروندګر حفيظ الله وويل: ”مځکې مو دي، داسې دوه، دوه جريبه مځکې لرو. بايد ويې کرو چې فصلونه او تخمونه يې ډېر شي، چې خلک ډېرې ډېرې ګټې ورنه واخلي.‟

يوه بل کروندګر حکيم الله وويل: ”حاصل زيات ورکوي. بل دا چې دا اصلاح شوی تخم دی، مرضونه نه کوي. ددې ګټې ډېرې زياتې دي.‟

په داسې حال کې چې په دې ولايت کې کوکنار نه کرل کيږي او زياتره بزګران له خپلې ځمکې ډېر لږ عايد ترلاسه کوي، مسؤلين وايي، چې د کوکنارو د بديلو کښتونو د ترويج هڅې يې پيل کړې دي.

انجنير حفيظ الله شاه نوري وويل: ”زموږ هڅې دا دي ترڅو هغه نباتات چې مشروع کښت وي او در آمد يې ډېر زيات وي، د خوست بزګرانو ته يې په وړيا ډول ورکړو.‟

تڼي، عليشېر او سپېره هغه ولسوالۍ دي، چې شاوخوا لس کاله مخکې په کې پريمانه کوکنار کرل کيدل، خو د عامه پوهاوي او د قومي جوړښتونو پراساس ددې بوټي کرل صفر شوي دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG