د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د پښتون تحریک ضد پروپاگنډ زور اخیستی


په پاکستان کې یوې خوا ته د پښتون تحریک تنظیمونکي او ملاتړکونکي په پیښور کې د اتم اپریل د احتجاجي غونډې تیارۍ کوي نو بلې خوا ته د دغې تحریک په ضد په ټولنیزو رسنیو پروپاگنډ زور اخیستی.

په ټولنیزو رسنیو د یو څو ورځې راهیسې په منظور پښتین او د هغه په ملگرو تورونه لگول کیږي چې هغوي د هند، افغانستان او د امریکا جاسوسان دي او د پاکستان د پوځ ضد کار کوي. پروپاگنډ کونکو ځینې هیش ټیگونه پیل کړیدي، چې یو یې "د پښتون تحریک دروغ" او بل یې "پښتون تح‏ریک پاکستاني طالبان" دي

په ټویټر د دغه اکاونټ چلونکي/ چلونکی چې خپل نوم یې سحر ناز لیکلی دی، پوښتنه کوي چې پښتین هغه وخت کوم ځای و چې طالبانو د پښتنو ضد ظمونه کول.

په ټویټر دا ډول سلگونه ټویټونه شریک شویدي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور هم تیره اونۍ یوې خبرې غونډې ته په وینا کې په افغانستان تور ولگاوه چې د پښتون تح‏ریک سره یې زیاته خواخوږي څرگنده کړیده.

په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال عمران خان امریکا غږ ته وویل چې دا ډول پروپاگنډ د پاکستان د استخباراتي ادارو کارونه دي. "آي ایس آي د ټولنیزو رسنیو څانگه لري او هغوي دا ډول کارونه کوي."

د پښتون تحریک ملاتړ کونکو هم دغه هیش ټیگونو ته ځواب ویلی دی. د تح‏ریک یو ملاتړی او د ټولنیزو رسنیو فعال عابد ریاض په خپل ټویټر لیکي.

"دا ټول د پښتون تحریک په ضد د عملیاتو یوه برخه ده. دا یواځې د یو کس کار ندی. د دی شاته سترې ادارې ته پام وکړئ. دغه مواد ډیر ښه ښکاري. داسې ښیې چې دا مواد یو ټیم تیار کړی وي او بیا یې ( د دی هدف لپاره) استعمال کړی وي."

په ټولنیزو رسنیو د پښتون تحریک ضد پروپاگنډ په ځواب کې منظور پښتین هم په خپل فیس بک تبصره وکړه او وې ویل چې د دا ډول پروپاگنډ پروا نلري او د ملاتړو نه یې وغوښتل چې په راتلونکي غونډې کې گډون وکړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG