د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پښتین یو ځیرک ځوان دی- جنرال غفور


د پاکستان د پوځ ویاند جنرال غفور وایي چې د منظور پښتین سره یې ملاقات شویدی او هغه یو ځیرک ځوان دی.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته د نقیب الله د قتل او د پښتون ژغورنې غورځنگ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د نقیب الله په قتل تورن پولیس افسر نیول شویدی او تحقیقات روان دي. هغه وویل چې د نقیب الله په قتل زیاتره شور افغانستان وکړ.

په کراچۍ کې د پښتون ځوان نقیب الله د وژنې نه وروسته د پښتون تحریک په نامه یو غورځنگ پیل شو چې په ټول ملک کې یې د پښتنو سره د تشدد او سپکاوې په ضد احتجاجونه شروع کړیدي.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې هغه پخپله او د پاکستان صدراعظم د منظور پښتین سره ملاقات کړیدی او هغه یو " ځوان ځیرک شاگرد دی"

هغه وویل چې پښتون تحریک د نقیب الله د محاکمې نه د پرته قتل په ضد خپله مبارزه پیل کړه چې اوس دغه مسله د پاکستان سترې محکمې ته رسیدلی ده خو هغه تور ولگاوه چې " د پښتون ژغورنې د تحریک سره افغانستان زیاته خواخوږي څرگنده کړېده".

د پښتین تحریک مشر محسن داوړ د پاکستان د پوځ د ویاند د مشر د تور په ځواب کې امریکا غږ ته وویل چې د پوځ بدمعاشي مو چیلنج کړیده، دوي دلیل نه لري نو ځکه اوس الزامات لگوي.

داوړ وویل "له یوې خوا جنرال غفور وایي چې منظور پښتین ځیرک هلک دی، او بلې خوا ته وایي چې افغانستان یې ملاتړ کوي. افغانستان به ملاتړ کړی وی، بالکل; خو دوي ایا د میرعلي، وزیرستان او د نورو سیمو د خلکو زمونږ نه ملاتړ نه ویني؟"

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د پښتون ژغورنې تحریک په ملاتړ غونډې شویدي او لا هم دوام لري.

امریکا د پاکستان په همکارۍ ستر قدرت دی. جنرال غفور

په دغه خبرې غونډې کې جنرال غفور د پاکستان او امریکا په اړیکو هم وغږیده.

جنرال اصف غفور د امریکا سره د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ولسمشر ټرمپ د ټویټ نه وروسته د دواړو ملکونو اړیکې خرایې شویدي

ولسمشر ټرمپ د ٢٠١٨ کال په لمړنۍ ورځ د پاکستان په اړه په یو ټویټ کې لیکلي و چې پاکستان ورته دروغ ویلي او تیر ایستي یې دي او ٣٣ ملیارده ډالره یې ترینه اخیستې خو بیا یې هم په خپل ملک کې د ترهگرو په ضد عملیات ندي کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند د چهارشنبې په ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا په سیمې کې د ترهگرۍ په ضد عملیات یواځې ندي کړی خو پاکستان ورسره مرسته کړیده.

هغه وویل " امریکا د نړۍ د ترټولو ستر قدرت دی خو ترهگرۍ په ضد جگړې کې د پاکستان په همکارۍ امریکا د نړۍ ستر قدرت شو."

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG