د لاس رسي وړ اتصالات

د منظور پښتین خولۍ, خبرې او شخصیت


Manzoor Pashteen
Manzoor Pashteen

په سر سره خولۍ، په اوږو څادر، په ښپو څپلۍ او په پسته لهجه کلکې خبرې، دا د پښتون تحفظ تحریک د مشر منظور احمد پښتین د شخصیت هغه اړخونه دي چې د خلکو پام یې ځان ته اړولی.

په پاکستان کې د هغه د تحریک ترسنگ د هغه په شخصیت هم تبصرې کیږي. پدغو تبصرو کې ځینې د پاکستان د مشهورو خبریالانو څرگندونې هم شاملي دي.

د پښتین خولۍ- د پښتنو د حقونو د مبارزې سمبول

د منظور پښتین ټوپۍ یا خولۍ د هغه ملاتړو د پښتون ژغورنې غورځنگ سره د ملاتړ څرگندولو په هدف په سرول شروع کړیدي.

پښتین د خپلې خولۍ په باره کې په فیس بک د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې زمونږ په کلي کې یو مزدرو و، ما د هغه نه دا ټوپۍ اخیستي ده"

د ښاغلي پښتین خولۍ د هغه مینه والو اوس د پښتون تحریک د سمبول په توگه استعمالول شروع کړیدي. د پیښور معاز خان امریکا غږ ته د خپلې خولۍ په هکله داسې وویل

" ما د دغې ټوپۍ استعمال ځکه شروع کړیدی چې زه پخپله د پښتون تحفظ تحریک غړی یم، د پښتین د فکر ملاتړی یم او بله خبره دا چې دا ټوپۍ اوس د پښتین نښه ده. "

په فیس بک او ټویټر ډیرو ځوانانو د منظور پښتین دغه خولۍ په سر کړیدي.

د ځوانانو برسیره ښځې هم د منظور پښتین د فیشن انداز خوښوي. عذرا نفیس یوسفزۍ امریکا غږ ته وویل چې د منظور پښتین خولۍ د هغه سره ډیره ښه ښکاري او دا د بې وزلو پښتنو سره د ملاتړ څرگندولو د هغه یو انداز دی. هغې وویل "د پښتین ټوپۍ د کوم یو خاص سیمې استاځیتوب نه کوي. دا د هر چا خولۍ ده. پښتین دغه ټوپۍ د یو مزدور نه اخیستي وه، دا د پښتنو د خانانو یا شتمنو خلکو نه بلکه د بې وزلو پښتنو سمبول دی."

عذرا وایي چې د پښتین ټوپۍ د انصاف د ترلاسه کولو د مبارزې ایکون دی.

منظور پښتین د کویټه د غونډې نه وروسته امریکا غږ ته په مرکې کې وویل چې د هغوي مبارزه د عدم تشدد مبارزه ده.

د قبایلي سیمې مونا نصیر وایي چې د پښتین انداز ډیر زړه راښکونکی دی. هغه وایي چې منظور پښتین لکه د باچا خان عکس دی." د پښتین خولۍ، ناسته پاسته، او خبرې ډیر په زړه پورې دي. هغه چې کله خبري کوي نو داسې ښکاری چې د ډیر عمر، پوهه او ځیرک کس وي. د هغه عمر ٢۴ کاله دی خو ځیرکتیا یې بیخي زیاته ده."

د پاکستان یوې مشهورې لیکوالې نورالهدی شاه په خپل ټویټر لیکلي

"ما ته اول ځل پښتو ژبه، سندهي ژبه ښکاري. ماته په اول ځل دا احساس کیږي چې زه په پښتو پوهیږم. د پښتین هره خبره زما زړه ته نیغه ځي. پښتین خبرې کوي او ماته داسې ښکاري چې د شاه عبدالطیف بهټایي شاعري اوروم. واقعتا د درد رشته تر ټولو قوي رشته ده."

په ټولنیزو رسنیو ځینو کسانو د هغه شخصیت د پاچاخان او نورو ستر رهبرانو سره یو ځاې یاد کړیدی خو بیا ځینې داسې کسان هم شته چې په هغه تورونه لگوي چې د پاکستان د امنیتي ادارو ضد کار کوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG