د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا کې زرګونو کسانو د افغان ښځو د حقونو د دفاع لپاره مظاهره وکړه


په ایټالیا کې د افغانستان د ښځو په پلوۍ مظاهره
په ایټالیا کې د افغانستان د ښځو په پلوۍ مظاهره

د ایټالیا په بېلابېلو ښارونو کې زرګونو کسانو د افغانستان د ښځو په ملاتړ مظاهره وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په طالبانو باندې فشار ته دوام ورکړي چې افغان نجونو او ښځو ته د تعلیم او په سیاست کې د مشارکت حق ورکړي.‌

د مظاهرو په تنظیموونکو کې د پانجیا بنسټ «Pangea Foundation» هم شامل و. دا هغه بنسټ دی چې له تېرو شلو کلونو راهېسې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره کار کوي.

دا بنسټ وايي چې د تخلیې په ماموریت کې یې له افغانستان څخه د ډېرو افغان ښځو په اېستلو کې مرسته کړې ده.

ټولو مظاهره کوونکو په خپلو لاسونو او ورغیو کې د «P» توری لیکلی و،‌ دا هغه نښه وه چې د تخلیې د ماموریت په مهال د دغه سازمان افغان ښځینه کارکوونکو په خپلو ورغیو کې لیکلې وه چې د کابل په هوايي میدان کې وپېژندل شي‌ او واېستل شي.

د دغه بنسټ مرستیالې سیمونا لانزوني د روم په ښار کې د مظاهرې په مهال وویل: «موږ باید فشار همداسې جاري وساتو چې ښځې په تعلیم او د خپل هېواد په سیاست کې ونډه واخیستلای شي. موږ باید له یوې مشخصې لارې څخه بشري تخیله (د خلکو اېستل) هم روان وساتو، موږ باید د هغو ښځو په اړه فکر وکړو چې د اګست په میاشت کې ونه توانېدلې له افغانستان څخه ووځي، خو اوس یې ژوند رښتیا هم په خطر کې دی.»

مظاهره کوونکو یو شعار چې په کې لیکلي وو: «راځئ چې هغوی پرېنږدو» هم له ځان سره لېږدوه.

د مظاهرې ویناوالو د ایټالیا د بهرنیو چارو په وزارت او همدغه راز په ملګرو ملتونو باندې غږ وکړ چې په افغانستان کې د ښځو په حقونو دایمي څار ولري.

دا مظاهره تېره ورځ شنبه سپتبمر ۲۵ (تلې۳) وشوه. ملګري‌ ملتونه هم وايي چې طالبان باید د بشر او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

طالبان د اګست په میاشت کې کابل ته ننوتل او له هغه وروسته یې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه چې ټول په کې د «اسلامي امارت» افراد دي‌ او یوه ښځه هم په کې نشته. طالبانو د مخکني حکومت ټولو ښځینه کارکوونکو ته اعلان کړی چې تر «امر ثاني» پورې دې کارونو ته نه ځي،‌ البته د ځينو روغتونو او د کابل د ښاروالۍ د ځینو برخو ښځینه کار کوونکو ته یې د کار اجازه ورکړې ده.

طالبانو په یو بل اقدام کې د افغانستان د ښځو د چارو وزارت لغوه کړی او د دغه وزارت په ودانۍ کې یې د خپل حکومت «د ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت جوړ کړی او لوحه یې ځړولې ده.

په ایټالیا کې دا مظاهرې داسې مهال کیږي چې په کابل او هرات کې هم سلګونو ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهرې وکړې چې په ځینو مظاهرو کې د طالبانو له لورې وهل شوې هم وې.

XS
SM
MD
LG