د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او د نړۍ لسګونو هیوادونو د افغان میرمنو او نجونو په وضعیت 'ژوره اندیښنه' ښودلې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره چې اروپایي ټولنې او ۲۱ نورو هیوادونو لاس لیک کړی په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وضعیت او د هغوی د کار، زده کړو او د تګ راتګ د ازادۍ حق په اړه یې ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

پدغه بیان کې د هغو کسانو څخه چې په افغانستان کې واکمن دي او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له مقاماتو غوښتل شوي چې افغاني میرمنو او نجونو ساتنه او ژغورنه وکړي.

پدغه اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان ښځې او نجونې د افغانستان د ټولو خلکو په څیر د مصون، امن او با حیثیته ژوند لایق دي. د هر ډول توپیر او بد چلند مخنیوی باید وشي. مونږ د بشر دوستۍ مرستو له لارې د هغوی سره د مرستې ته تیار یو چې غږ یې واوریدل شي. له نژدې څخه څارو چې [په افغانستان کې] هر راتلونکی حکومت هغه حقونه او ازادۍ چې په تیرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان د ښځو او نجونو د ژوند نه جلا کیدونکی جز ګرځیدلي، څه ډول تضمینوي."

البانیا، ارجنتاین، آسترالیا، برازیل، کانادا، چلي، کولمبیا، کوستاریکا، اکوادور، السلوادور، هندوراس، ګواتیمالا، شمالي مقدونیه، نیوزیلند، ناروی، پاراګوای، سنګال، سویس او بریتانیا ددې اعلامیې نور لاس لیک کوونکي دي.

XS
SM
MD
LG