د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرګې ناکام کاندیدانو د کابل ښار دروازې تړلي


له کابل ولایت څخه د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو د یو شمېر کاندیدانو پلویانو د یو لړ مظاهرو په ترڅ کې کابل ښار ته دا خلېدونکي لارې د ټرافیکو پرمخ تړلي دي.

د غه مظاهرې چې د سې شنې په سهار د «سلواغې میاشتې پر۲مه» پیل شوي په پارلماني‌ ټاکنو کې د کابل رایو د باطلولو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره اونۍ د کابل ولایت د تېرو پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې تر اوږد ځنډ وروسته اعلان کړې.

له کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته کاندید او د دغه مظاهرو تنظیمونکي هارون معترف امریکا غږ ته وویل چې دوی دغه مظاهرې نن سهار کابل ښار ته په څلورو داخلېدونکو دروازو ، شمال طرف ته په مراد بیک، لوېدیځه دروازه کمپنۍ، ختیځه دروازه پلچرخي او په جنوبي دروازه سیاسنګ کې پيل کړي دي.

تېري پارلماني ټاکنې د میزان میاشتې پر ۲۸ مه تر سره شوې
تېري پارلماني ټاکنې د میزان میاشتې پر ۲۸ مه تر سره شوې

​ښاغلي معترف زیاته کړه چې د کابل حوزې کاندیدان د شکایتونو کمېسیون د مخکنۍ پرېکړې د عملي کېدو غوښتنه کوي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تېره میاشت په تېرو پارلماني ټاکنو کې د درغلیو له امله د کابل حوزې ټولې رایې باطلې اعلان کړې، خو د ټاکنو کمېسیون د شکایتونو کمېسیون دغه پرېکړه ونه منل او د رایو شمېرلو ته یې دوام ورکړ.

معترف وویل: "د کابل رای باید باطلې اعلان شي، او هغه کسان چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې په فساد او خیانت تورن شوي ونیول شي او ممنوع الخروج اعلان شي."

دغه کسان چې شمېر یې څه باندې سلو تنو ته رسیږي له حکومت او د ټاکنو له کمېسیون څخه غواړي چې د کابل رایو د باطلولو په اړه د دوی غوښتنې عملي کړي.

پر همدې مهال د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معترضو کاندیدانو لخوا د لارو بندول حل لار نه بولي او زیاتوي چې د ټاکنو کمېسیون به ټولو برخو ته رسیدګي وکړي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ودانۍ
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ودانۍ

د ټاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات امریکا غږ ته وویل چې" دوی باید خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي دا د حل لاره نه ده، کاندیدان باید منطقي او اصولي مخته ولاړ شي، چې د شکایتونو کمېسیون دغو ټولو مشکلاتو ته رسیدګي‌ وکړي."

د افغانسان د ولسي جرګې تېرې ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د میزان میاشتې پر ۲۸ او ۲۹ نېټه تر سره شوې، خو لومړنۍ پایلې تر درې میاشتني ځنډ وروسته اعلان شوې.

د انتخاباتو کمېسیون تر دامهاله د ټولو ولایتونو وروستۍ پایلې نه دي اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG