د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرګې ځینې ناکام کاندیدان څه وايي؟


د ولسي جرګې د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو لړۍ په بشپړېدو سره ځینې نوماندان او عام وګړي وايي چې د دوی د تمې خلاف کسانو د ولسي جرګې څوکۍ ګټلي دي.

دغه نوماندان چې نومونه یې په ابتدايي لیست کې ندي راغلي وايي چې د پایلو د اعلانولو دمخه یې تر ډېره د ځوانو نوماندانو بریالیتوب ته سترګې په لاره ول.

برنا صالحي هغه ځوان نوماند چې د تخار ولایت نه یې د ولسي جرګې ټاکنو ته ځان نوماند کړی و د امریکا غږ سره په مرکې کې وویل: "که څه هم د پخوانۍ ولسي جرګې وکیلانو ته په کتو به دا ځل د هغوی په ځای ناستو کې د ځوانانو شمېر یو څه ډېر وي خو هغه ډول چې خلکو تمه درلوده هغه ډول کسان بریالي نه دي."

ښاغلی صالحي د کار علت په اړه وايي : "ډېر شمېر ځوانانو ځانونه نوماند کړي ول، او له دې لپاره چې سیستماتیک مخته لاړ نه شول او رایې ډېرې تیتې شوې نو له دې لپاره پاتې راغلل."

له بلې خوا د کابل نه ولسي جرګې ته بل ځوان نوماند اجمل هوډمن چې د پایلو په ابتدايي لیست کې یې نوم نه لیدل کیږي وايي: "له دې لپاره نه یم بریالی شوی چې د ټاکنو په ورځ ډېر ټاکنیز مرکزونه تړلي پاتې ول."

د ښاغلي هوډمن په وینا که دغه مرکزونه پروخت خلاص او تړل شوي ول هغه به ډېرې رایې ګتلې وې.

مسیح الله نصرت هغه افغان ځوان دی چې د ده په وینا تېرو ټاکنو کې یې د خپلې ښوښې وړ ځوان کاندید ته رایه ورکړې وه خو دی وايي: "د ابتدايي پایلو په لیست کې تر ډېړه هغه کسان لیدل کیږي چې یا سوداګر دي یا هم سیاسونو سره تړاو لري خو ځوانان پکې لږ دي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له نږدې درېو میاشتو ورسته پرون دوشنبه (د جنورۍ۱۴) د کابل او د کوچیانو د حوزې د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدایی پایلې اعلان کړې.

اجمل رحماني، عبدالقیوم خیرخواه، فدا محمد الفت، رمضان بشردوست، فاطمه نظري، شینکۍ کړوخیل، روبینا جلالي او مریم سما په کابل کې تر ټولو ډیرې رایې ګټلي دي.‌

په لیست کې نور بریالي کسان احمد جاوید جیحون، خان آغا رضایي، امیرګل شاهین، غلام حسین ناصري، ملا محمد خان احمدي، الله ګل مجاهد، سید محمد محمدي، امان الله ګذر، خان محمد وردګ، قاضي میر افغان صافی، اجمل ګلاب، احمد ضیا عظیمي شینوزاده، توفیق وحدت، عبیدالله کلیمزی وردک، حفیظ الله جلیلي، محمد فرهاد صدیقي، انورخان اوریاخیل، زړګی حبیبي، حبیب الرحمان سیاف، نجیب الله ناصر، مرسل نبي زاده، فوزیه ناصریار ګلدره‌ یی، سلیمه نیکبین، زهره نوروزۍ او نظیفه ذکي شامل دي.

د کابل ولایت د پایلو په ابتدايي لیست کې په یاد شویو کسانو کې اجمل رحماني، عبدالقیوم خیرخواه، فدا محمد صالح، خان آغا رضايي، خان محمد وردک، میر افغان صافی، روبینا جلالي او مریم سما نورو ته په پرتله ځوان نوماندان ښکاري.

د کابل ولایت او د کوچیانو د حوزې د نتایجو په اعلانولو سره د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو لړۍ بشپړه شوه.

XS
SM
MD
LG