د لاس رسي وړ اتصالات

اعتراض کوونکو ۱۵ ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې د یو شمیر نوماندانو پلویانو له ۸ زرو څخه د زیاتو رایې اچونې د محلونو د رایو د بیا شمیرلو په اړه د دغه کمیسیون د پریکړې سره د مخالفت له امله په ۱۵ ولایتونو کې د کمیسیون ولایتي دفترونه تړلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیسې میرمن حوا عالم نورستانۍ نن د سه شنبې په ورځ ( لړم ۲۱ مه)کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د جمهوري ریاست نوماندانو ته ډاډ ورکړ، چې د ټاکنو کمیسیون یوازې د بایومټریک سیستم پواسطه اچول شوې رایې معتبرې ګڼي.

میرمن نورستانۍ د جمهوري ریاست یو شمیر نوماندانو اندیښنو ته په ځواب کې وویل، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هغوی اندیښنې درک کوي.

میرمن نورستانۍ وویل:" یو ځل بیا ټینګار کوم، چې یوازې هغه رایې، چې بایومټریک اساس ولري او د کړنلارو سره سمې وي معتبرې شمیرل کیږي".

په تیرو دریو ورځو کې د افغانستان د جمهوري ریاست یو شمیر نوماندانو په جلا او ډله ییز ډول رسنیو سره په خبر و کې د ۸ زره ۲۵۵ رایو د محلونو د بیا شمیرلو په اړه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پریکړه وغندله او د دغه بهیر د دریدلو غوښتنه یې وکړه.

د همدغو اعتراضونو په لړ کې د یو شمیر نوماندانو پلویانو او ملاتړو په ۱۵ ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دروازې د اعتراض په ډول تړلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دې اونۍ په سر کې په ۲۰ ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرلو بهیر پیل کړی، چې د دغه کمیسیون د رئیسې د وینا له مخې یوازې د سمنګان په ولایت کې د رایو د بیا شمیرلو بهیر بشپړ شوی دی.

د جمهوري ریاست نوماندان په دې اعتراض کوي، چې د رایو د بیا شمیرلو په بهیر کې د ۲زره او ۴۳۲ هغو محلونو رایې هم بیا شمیرل کیږي، چې د ټاکنو په ورځ د بایومټریک سیستم پرته په کې رایې کارول شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې په خپل خبري کنفرانس کې د نوماندانو د پلویانو اعتراضونو ته په اشارې د تلې د شپږمې ورځې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د بیا ځنډ احتمال هم رد نکړ او ویې ویل، چې " بیا ځنډ د ټاکنیزو ټیمونو له خوا د کمیسیون یو شمیر ولایتي دفترونو تړلو له امله اندښمن کړي یو".

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تلې د شپږمې ورځې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره د لړم۲۳ مه ورځ ټاکلې ده. د دې دمخه دغه کمیسیون د پایلو د اعلان لپاره د تلې ۲۷ مه ورځ ټاکلې وه، چې د تخنیکي ستونزو له امله یې پر دغه نیټه یې پایلې اعلان نه شوی کړی.

  • کمیسیون ته د یوناما د مشر لیک

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د چارواکو د دغه خبري کنفرانس پر مهال د کمیسیون د ودانۍ مخې ته یو شمیر اعتراض کوونکي راټول شوي وو او په یوه اعتراضیه غوڼده کې د کمیسیون د یو تخنیکي کارکوونکي سره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو کمېشنر مولانا محمد عبدالله د چلند په اړه اعتراض وکړ.

دا اعتراض وروسته له هغې، چې په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي تدامیچې یاماموتو یو لیک خپور شو، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیسې په نوم دغه کمیسیون ته استول شوی وو. په لیک کې د بهرنیو څارونکو په مخ کې د کمیسیون د یو تخنیکي کارکوونکي سره د ښاغلي عبدالله له چلند څخه شکایت شوی دي.

خو ښاغلي عبدالله نن د دغه لیک پر وړاندې سخت غبرګون وښود او ویې ویل، چې د لیک په اړه به د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته مخامخ شکایت وکړي.

ښاغلي عبدالله د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی په افغانستان کې قومي او مذهبي جګړې ته په لمن وهلو هم تورن کړ.

مولانا عبدالله وویل:"د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي ادعا که څوک د هغې محتوا وګوري په لیک کې مسلکيتوب او د یو دپیلومات د لومړني سواد نښه هم نه لیدل کیږي، د دې لپاره، چې دا یو ډول مذهبي او فرقوي جګړې ته لمن ونه وهي، که چیرې لمن ووهي مسول یې د ښاغلي یاماموتو هغه لیک دی، چې استولی دی".

تر اوسه یوناما د ښاغلي مولانا عبدالله څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG