د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: کاندیدان دې داسې کار نکوي چې د ټاکنو بهیر کمزوری کړي


د افغانستان ټاکنې
د افغانستان ټاکنې

د ټاکنو د بهیر د ملاتړ ډله (Election Support Group) مني چې د پایلو په اعلان کې ځنډ د ټاکنو د بهیر د شفافیت لپاره ښه دی، خو وايي چې کمیسیون باید د "ځنډ موده کمه" وساتي.

دغې ډلې له ټولو کاندیدانو وغوښتل چې د ټاکنو قانون او هغو اجرااتو ته چې دوی امضا کړي، درناوی وکړي او له "داسې څرګندونو او اقداماتو دې ډډه وکړي چې دا بهیر کمزوری" کوي.

دغې ډلې د ټولو کاندیدانو او د کاندیدانو له پلویانو غوښتي چې د ټاکنو پاتې مرحلو او کارونو ننګه وکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت هم د دغه ګروپ اعلامیه په خپل ټویټر کې خپره کړه دې.

اخوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او همپالنې" ډله تورنه کړې چې په ځینو ولایتونو کې یې د رایو د بیا شمېرلو مخه نیولې ده.

خو د دغې ډلې ویاند فریدون خوځون دا ادعا رد کړه او وویل: "موږ د کمیسیون په وړاندې هېڅ کار نه دی کړی، نه موږ او نه د ډلې کارکوونکو د ټاکنو د کار مخه نیولې ده، اما په ځينو ځایونو کې خلک خپله پارېدلي چې په موږ پورې اړه نلري".

خو د ټاکنو د کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات د دوشنبې په ورځ (نومبر۱۱) امریکا غږ ته وویل: "په پنجشیر، تخار او پروان ولایتونو کې د ثبات او همپالنې کارکوونکو د کمیسیون کارکوونکي نه دي پرېښي چې رایې بیا وشميري. "

په همدې حال کې د ټاکنو د بهیر د ملاتړ ډلې له ټولو کاندیدانو غوښتي چې د رایو په بیا شمېرلو کې له کمیسیون سره مرسته وکړي او که چیرته کومه اندیښنه لري، له دغې ډلې سره دې شریکې کړې.

دغې ډلې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه هم غوښتي چې په خپل وخت دې دقیق معلومات خپاره کړي.

دغه ډله یوناما اداره کوي او مهم ملاتړي یې افغان حکومت، متحده ایالتونه، اروپايي ټولنه، آسترالیا، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې او برتانیا دي.

XS
SM
MD
LG