د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې د خلکو اعتراض؛ طالبان: وضعیت بیرته عادي شوی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

یو شمېر کسانو د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۳ (مرغومي ۲۳) په فاریاب کې د طالبانو لخوا د یو کس د نیولو په غبرګون کې اعتراضونه پیل کړل، خو طالبان وايي، اوس ددې ولایت وضعیت بیرته عادي شوی دی.

د راپورنو له مخې تیره ورځ په دغه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو لخوا د یو ځايي ازبک طالب قوماندان مخدوم عالم تر نیول کېدو وروسته د خلکو اعتراضونه پيل شول.

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي چې اعتراض کوونکو ته قناعت ورکړل شوی او په خبره یې وضعیت کنټرول شوی دی.

نوموړي زیاته کړې: "فاریاب کې د استخباراتو له لوري د یو کس له نیول کیدو وروسته یو شمیر کسانو مظاهره وکړه، چې اوس وضعیت کنترول شوی او خلکو ته قناعت ورکړل شوی دی او هلته اوس هیڅ نوع ستونزه شتون نه لري."

طالب چارواکو تر دا مهاله د یاد کس د نیولو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کیږي چې د مخدوم عالم په ملاتړ راوتلو اعتراض کوونکو د فاریاب مرکز میمنه کې د ولایت مقام ته مخته د تحصن خېمه وهلې وه او له طالبانو څخه یې د هغه د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه یې کول.

عیني شاهدانو ویلي چې د تیرې ورځې د اعتراض کوونکو په منځ کې وسله وال کسان هم لیدل شوي او د ډږو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د طالبانو یو بل ویاند احمدالله وثیق د تیرې ورځې پېښې پر مهال په فاریاب ولایت کې د ازبک، پښتون او تاجک طالب سرتیرو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کېدو راپورونه هم رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG