د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد د کابل مظاهرې "اشوب" او اعتراض کوونکي "اشوبګر" وګڼل


د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد، په افغانستان کې او په ځانګړې توګه په کابل کې شوي اعتراضونه "آشوب" او اعتراض کوونکي "آشوبگر" وګڼل.

ښاغلي مجاهد د سه شنبې په ورځ سپتمبر اوومه (وږي ۱۶) په یو خبري کنفرانس کې په کابل کې نننیو مظاهرو ته په اشارې وویل: "مظاهرې تر اوسه قانوني صبغه نلري، هر هغه څوګ چې مظاهرې کوي د اشوب په معنا دي."

په سلګونو ښځو او نارینو پداسې حال کې چې د "زنده باد مقاومت" او "مرګ په پاکستان" شعارونه یې ورکول، د کابل په ښار کې مظاهره وکړه او طالبانو یې د خواره واره کولو لپاره هوایي ډزې وکړې.

ښاغلي مجاهد وویل چې ددې تر شا د نورو کسانو لاسونه دي، هغه وویل: "بې وخته باید مظاهرې نتظیمې نشي او د قانون او له اجازې پرته باید خلک سړکونو ته ونه ودانګي چې نظم ګډوډ کړي. مونږ اجازه نه ورکوو چې څوک د مختلفو نومونو نه استفاده وکړي."

په افغانستان سربېره د امریکا په متحده ایالاتو او ځینو نورو هېوادونو کې هم د «مقاومت جبهې» په ملاتړ او د هغوی په وینا "د افغانستان په چارو کې د پاکستان د مداخلې" په ضد شوي دي.

کابل کې د پاکستان خلاف مظاهره
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00

داسې ادعاوی شته چې په پنجشیر ولایت باندې د طالبانو په بریدونو کې له پاکستاني بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستل شوی دی.

خو د طالبانو ویاند ددې ادعا په ردولو وویل: "زمونږ د هیواد او سیاست په هیڅ مسله کې د پاکستان په ګډون هیڅ هیواد نه لاس لري او نه هم رول او نه هم مونږ اجازه ورکوو چې څوک رول ولري... هیڅ څوک څه شی نشي ثابتولای چې اسلامي امارت داسې ګام اخیستی وي چې د پاکستان په ګټه او زمونږ په تاوان وي."

د خبري کنفرانس په ترڅ کې یو خبریال د بیان د ازادۍ په اړه د طالبانو پر بندیزونو پوښتنه وکړه او وویل چې د سه شنبې د ورځې په مظاهرو کې خبریالان هم وهل شوي او شخصا د هغه کمره یې ورته کړې ده.

ښاغلي مجاهد وویل مظاهرې غیر قانوني وې او ورته اجازه نه وه ورکړل شوې. هغه همداشان وویل چې رسنۍ باید د غیر قانوني مظاهرو عکسونه وانخلي او هغه سترې ونه ښیي. هغه مظاهره کوونکي "آشوبګر" وګڼل.

پدې ترڅ کې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله آخندزاده، د خپل حکومت د کابینې د سرپرستو غړو د معرفۍ په هکله په یوه اعلامیه کې ویلي: " رسنۍ د هیواد مهم عنصر دی، موږ به د رسنیو د ازادي، فعالیت او ښه والي لپاره کار وکړو، د رسنیو هم دا مکلفیت بولو چې پخپلو نشراتو کې د اسلام سپيڅلي احکام، د هیواد ملې ګټې او بې پرېتوب په نظر کې ولري."

طالبان د کابینې په اعلانولو سره د بهرني سیاسي او مالي ملاتړ د جلبولو په هڅه کې دي، خو بهرنیو هیوادونو ویلي چې د افغانستان د نوي حکومت د په رسمیت پیژندلو او ورسره د مرستو لپاره د طالبانو کړنو ته ګوري.

بهرنیو هیوادونو په ځانګړې توګه لویدیځو هیوادونو ویلي چې که طالبالن د بهرني ملاتړ جلبول غواړي باید حکومت یې ټول شموله اوسي، بشري حقونو، د بیان ازادۍ، د ښځو او نجونو او د اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي.

د طالبانو د مشر په اعلامیه کې راغلي: " ګاونډیو، د سيمې او نړۍ هیوادونو ته مو پيغام دادی چې افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد د امنیت په ضد او ضرر نه استعمالیږي، موږ ټولوته اطمینان ورکوو چې له افغانستان څخه هيڅ تشویش و نلري. او له دوی څخه هم د ورته چلند غوښتنه کوو. "

په اعلامیه کې همداشان ویل شوي: "په راتلونکي افغانستان کې د حکومتدارۍ او ژوند ټولې چارې د شریعت د سپیڅلي قوانینو له مخې" تنظم کیږي او په وینا یې طالبان به " د بشر د حقوقو، د اقلیتونو د حقوقو او همدا راز د محرومو قشرونو د حقوقو د ورکړې په برخه کې د اسلام د مبین دین د غوښتنو په چوکاټ کې جدي او مؤثر ګامونه واخلي".

XS
SM
MD
LG