د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن کې د مرییتوب د پلوي جنرال مجسمه ونړول شوه، ټرمپ دا کار غندلی


مظاهره کوونکو په امریکا کې د پخواني کنفدراشن د یو جنرال مجمسه ونړوله
مظاهره کوونکو په امریکا کې د پخواني کنفدراشن د یو جنرال مجمسه ونړوله

د جون په ۱۹ نېټه د امریکا په متحدو ایالتونو کې د مرییتوب د رسمي ختمېدو د ورځې په توګه لمانځل کیږي. دغه ورځ "جونتینت"بلل کیږي.

د همدغې ورځې په مناسبت د متحدو ایالتونو په پلازمینه واشنګټن ډي سي کې یو شمېر مظاهره کوونکو په امریکا کې د پخواني کنفدرېډ د یو جنرال "البرټ پایک" مجسمه ونړوله او ویې سوځوله.

دغه جنرال په خپل وخت کې د مرییتوب ننګه کوله. عیني شاهدان وايي او په ټولنیزو رسنیو کې په ځینو خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کیږي چې مظاهره کوونکي دا ۳.۴ متره مجسمه لاندې غورځوي او پولیس یې له لېرې ننداره کوي.

دغه مظاهره کوونکو شعارونه ورکول: " چې عدالت نه وي، سوله نشته. نژاد پرسته پولیس نغواړو."

ولسمشر ټرمپ دا پېښه غندلې ده او له پېښې سملاسي وروسته یې په خپل ټویټر کې د واشنګټن ډي سي ښاروالې موریا باوسر ته په خطاب کې ولیکل: "د ډي سي پولیس خپله دنده نه ترسره کوي، د دوی د سترګو په وړاندې یې مجسمه وغورځوله او وسوځوله. دا خلک باید سملاسي ونیول شي. دا زموږ د هېواد لپاره شرم دی."

د جنرال البرټ د دغې مجسمې په اړه په تېرو کلونو کې هم بحثونه شوي و. دا مجسمه په ۱۹۰۱ کې جوړه شوې وه. په خپله جنرال البرټ پایک هم په واشنګټن ډي سي کې ښخ دی.

په واشنګټن ډي سي کې د مدني حقونو ځینو فعالانو او حکومتي چارواکو د دغې مجسمې د لېرې کېدو لپاره کمپاینونه کول. دا مجسمه سپینې ماڼۍ ته نژدې د "عدالت څلور لارې" کې درول شوې وه.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د مرییتوب د دغه پلوي مجسمه داسې مهال غورځول کیږي چې په یو شمېر ښارونو کې د نژاد پرستۍ او تبعیض په ضد مظاهرې روانې وي.

دا مظاهرې په مینوسوټا کې د پولیسو په توقیف کې د یو تورپوستي امریکایي، جورج فلوډ له مړینې وروسته پیل شوې چې په ترڅ کې یې په ځینو ښارونو کې د پولیسو په ځینو هټیو او تجارتي مرکزونو باندې هم بریدونه وشول. پولیسو سلګونه کسان ونیول.

XS
SM
MD
LG