د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ امریکا کې د مظاهرو او غونډو ګډنوالو ته نوې سپارښتنې


په امریکا کې له څو ورځو راهېسې د تبعیض ضد مظاهرې روانې دي
په امریکا کې له څو ورځو راهېسې د تبعیض ضد مظاهرې روانې دي

د امریکا د روغتیا چارواکو په مظاهرو او لویو غونډو کې ګډون کوونکو ته سپارښتنه کړې ده چې د مظاهرو او غونډو پر مهال دې ماسکونه وتړي.

د روغتیا چارواکو د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په تازه لارښوونو کې له ټولو خلکو غوښتي چې په دا ډول غونډو کې ماسکونه او د خلکو شمېر دې محدود کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ناروغیو د مخنیوي د مرکز په نویو لارښوونو کې همدغه راز ویل شوي دي چې ګډونوال دې باید خپل خواړه او څښاک راوړي او د لاس وینځلو مایعات دې له هم ځانه سره ولري چې د یو بل سره له تماس نیولو وروسته لاسونه پرې ووینځي.

دغه مرکز د غونډو او مظاهرو د پلان کوونکو څخه هم غوښتي هڅه دې وکړي‌ چې د ګډونوالو شمېر کم وساتي، د موټرو په لویو تمځایونو کې دې خلک را ټول کړي او د مظاهرې ګډونوال دې ټول د سیمې خلک وي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ناروغیو د مخنیوي د مرکز مرستیال جای بټلر تېره ورځ جون ۱۲(غبرګولي۲۳) ناوخته دا لارښوونې اعلان کړې. له هغه وپوښتل شول چې آیا دا سپارښتنې د سیاسي غونډو ګډنوالو ته هم دي؟

هغه مستقیمآ دا پوښتنه ځواب نکړه خو وویل: "دا دستور نه دی. دا امر نه دی. دا یوازې سپارښتنې او وړاندیزونه دي چې څنګه کولی شي د امکان تر حده په غونډو کې خلک خوندي وساتي."

دا سپارښتنې داسې مهال اعلانیږي چې له څه باندې یوې اونۍ راهېسې د امریکا په ډېرو ښارونو کې د تور پوستي امریکايي جورج فلوېډ د مرګ د غندلو او عدالت غوښتنې مظاهرې روانې دي او په ځینو ایالتونو کې انتخاباتي‌ غونډې کیږي.

جورج فلوېډ د امریکا د مینيسوټا په ایالت کې د پولیسو په توقیف کې مړ شو او ورسره د مظاهرو څپې را وپارېدلې. د امریکا په یو شمېر ښارونو کې د مظاهرو له کبله د شپې لخوا په تګ راتګ بندیز هم اعلان شوی دی.

ځینې مظاهرې په تاوتریخوالي اووښتي، په ځینو مظاهرو کې په یو شمېر هټیو او د پولیسو په مرکزونو هم بریدونه شوي او سلګونه کسان نیول شوي دي.

جورج فلوېډ خاورو ته سپارل شوی او د هغه په قتل څلور تورن پولیس له دندو شړل شوي او نیول شوي دي.

ډیری مظاهره کوونکي د مظاهرو پر مهال ماسکونه تړي چې د کروناویروس د خپرېدو مخه ونیول شي. کروناویرس په امریکا کې تر دې دمه څه باندې ۱۱۴زره کسان مړه کړي‌او څه باندې ۲.۸ میلیون نور کسان پرې اخته دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې یې څه باندې ۴۲۶ کسان مړه کړي او شاوخوا ۷.۶ میلیون نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG