د لاس رسي وړ اتصالات

معترضې ښځې ملګروملتونو ته: طالبانو باندې باید نور او موثر فشار واچول شي


د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د ۵۳ کلنۍ غونډې په درشل کې د افغانستان معترضو ښځو د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو سره د طالبانو د چلند پر وړاندې ددغې شورا د عملي اقداماتو او ددغې ډلې په حکومت باندې د موثر فشار اچولو غوښتنه کړې ده.

ټاکل د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ۵۳ غونډه د دوشنبې په ورځ جون ۱۹(جوزا ۲۹) د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو څخه د سرغړونو او ښځو او نجونو د محدودیتونو د لګلولو په ګډون د بشري حقونو پورې په اړوند مسلو د بحث لپاره غونډې پیل کړي.

د افغانستان معترضو ښځو ددغې غونډې ګډونوالو ته په یو سرخلاصي لیک کې ویلي، چې طالبانو په تیرو ۲۲ میاشتو کې په ټول قوت سره په ټولنه کې ښځې حذف کړې.

د افغانستان له خلکو یې مدني ازادۍ او انساني ارزښتونه اخیستي دي. سیاسي مخالفان، ازادې رسنۍ د بیان ازادي ځپلې او هغه کسان، چې د حق، برابرۍ او عدالت لپاره غږ اوچتوي شکنجه کوي، په زندان کې یې اچوي او حتی، چې وژني یې.

د افغانستان معترضو ښځو په دغه سرخلاصي لیک کې ویلي، چې طالبانو په تیرو دوو کلنو کې ډول ډول جنایتونه ترسره کړي او د دغو میرمنو په باور جنسیتي تبعیض، جنګې جنایت،د بشریت په وړاندې جنایت او نسل وژنه د هغوی د هرې ورځې کار دی.

په لیک کې ویل شوي:" په تیرو دوو کلنو کې طالبانو په افغانستان کې ټول حقوقي او قانوني چوکاټونه له منځه وړي دي. خو یو شمیر زیاتو نړیوالو ادارو له حقیقت څخه سترګې پټې کړي او د طالبانو سره یې د بشري حقونو مسایل د دپلوماسۍ او د هیوادونو د لنډو ګټو سره هممهاله چلند کړی دی. په کار نه دي، چې نړۍ د خپلو مقطعي ګټو په خاطر د یوې تروریستي ډلې څخه ملاتړ وکړي او هغوی یوسیاسي قوت باندې بدل کړي".

دغو ښځو د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا څخه غوښتي، چې د افغان میرمنو په څنګ کې دې ودریږي او د ملګروملتونو منشور ته په پاملرنې بشري حقونو ارزښتونو او د ښځو سره د تبعیض او د هغوی د سیستماتیک حذبولو په اړوند د نورو نړیوالو تړونونو له مخې عمل وکړي.

دغو معترصو ښځو د ملګروملتونو غوښتي، چې طالبان دې په رسمیت ونه پیژني او په افغانستان کې دې د طالبانو د بشري ضد جرمونو د پلټنې لپاره د جرمونو د نړیوالې محکمې د پلټنو امکانات برابر کړي.

په دې لیک کې ویل شوي:" پر طالبان دې زیات او موثر فشارونه راوړل شي. دا فشارونه د سفر د منع کیدو او طالبانو سره د نه تعامل او بندیزونو په بڼه اوسي.

ټول طالبان د بشر ضد جنایاتو کې ښکیل دي، د ځینو سازمانونو له خوا په منځ لارو او سخت دریځو ډلو د هغوی ویشل باید ملګروملتونوته اعتبار ونلري".

دغو میرمنو مهمو نړیوالو غونډو ته د طالبانو د استازو د بللو پر ځای د هغو کسانو د بللو غوښتنه کړې، چې ددغو میرمنو په وینا په دیموکراسۍ باور لري او یو داسې ملي یو ټولشموله حکومت څخه ملاتړ کوي، چې د ټاکنو په پایله کې واک ته ورسیږي او د خلکو ، بشري حقونو،قومونو، د مذهب ازادي، بیان ازادي او رسنیو له ازادۍ ملاتړ وکړي.

دا میرمنې وايي، باید دا مسایل د طالبانو سره په خبرو کې د ملګروملتونو لپاره سرې کرښې اوسي.

نسرین فرامرز د ښځو یوې فعالې امریکا غږ ته وویل، چې ملګري ملتونه باید په افغانستان د طالبانو له خوا پر ښځواو نجونو باندې د لګیدلو محدودیتونو په اړه ددغې ډلې پر وړاندې یو څرګند دریځ ولري.

میرمن فرامرز وویل، د ملګروملتونوپه نوښت چې داسې غونډې جوړیږي باید افغان میرمنې، چې د طالبانو د محدودیتونو اصلي قربانیانې دي دغسې غونډو ته وبلل شي ترڅو هغوی د خپلو اساسي حقونو څخه عملا دفاع وکړي.

میرمن فرامرز وویل، چې که څه هم تراوسه چې کومې غونډې جوړې شوې او د پریکړه لیکونو په ترڅ کې یې د طالبانو محدودیتونه غندلي په افغانستان کې یې افغان میرمنو ته کومه مثبته پایله نلرله.

میرمن فرامرز وویل:" زمونږ اساسي غوښتنه داده، چې طالبان ځوابوونکي شي او په افغانستان کې د ښځو د حقونو د قانوني شي او عملي شي".

طالبانو حکومت په تیرو نږدې دوو کلنو کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته پر ښځو او نجونو باندې د تعلیم او کار په برخو کې د محدودیتونو د لګولو ترڅنګ د ښځو او نجونو په ټولنیز او سیاسي ژوند کې په ګډون هم محدودیتونه لګولي دي.

همداشان طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې په ټولو دولتي او شخصي پوهتونونو کې د ښځو او نجونو په تعلیم تر امرثاني پورې بندیز ولګوه، چې ددې پریکړه سره سم ددغه حکومت د اقتصاد وزات هم په ټولو غیرحکومتي موسسو کې د افغان میرمنو او نجونو په کار بندیز اعلان کړ.

د طالبانو حکومت له وړاندې د شپږم ټولګي څخه په پورټه ټولګیو کې د نجونو په زده کړو د نږدې دوو کلنو راهیسې بندیز لګولی دی.

د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو سره سره تراوسه نه ښوونځي او نه پوهنتونونه د نجونو او ښځو پرمخ بیرته پرانیستي دي، بلکې د روان کال د اپریل په میاشت کې یې د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار هم بندیز لګولی دی.

XS
SM
MD
LG