په هند کې د پوهنتون د محصلینو ټولنو او د واکمن ګوند مخالفو سیاسي ګوندونو د دغه هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې روانې ساتلې دي.
دا مظاهرې تر ډېره د کاکروچ جانتا ډلې له لورې تنظیمېږي او له شاوخوا یوې میاشتې راهېسې په بېلا بېلو ښارونو کې روانې دي.
د محصلینو یوې مظاهرې نن سه شنبه (اکتوبر۱۳) د هند د بیهار په ښار کې خنډونه او موانع مات کړل. د مظاهره کوونکو غوښتنه دا ده چې د انتخاباتو د کمېسیسون کمېشنر ګیانېش کمار دې له دندې استعفا وکړي.
مظاهره کوونکي ادعا کوي چې د انتخاباتو د کمېسیون کمېشنر د صدراعظم نرېندرا مودي د ګوندي پلوي کوي او د ټاکنو مشران باید بې پرې وي.
په یو تازه اقدام کې د سیاسي مخالف ګوند مشر راجیف ګاندهي د هند د سترې محکمې په لوري مارش پيل کړی دی.
تېره میاشت هندي رسنیو راپور ورکړ چې د انتخاباتو دوو مرستیالانو د رایه ورکوونکو د لست د بیا کتنې، د نوم لیکنې د پروسې او ډیجیټلي سیستمونو په اړه اندېښنې وښودې. له دغو اندېښنو وروسته مظاهرې پیل شوې.
فورم \ دبحث خونه