د لاس رسي وړ اتصالات

نی: د ولایتونو د ویاندویانو د بستونو لغوه کول د قانون خلاف عمل دی


په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي چې د ولایتونو د ویاندویانو د بستونو لغوه کول د قانون خلاف عمل دی.

د دغه ادارې په وینا د امنیت شورا له سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې نه غوښتي چې هر والي د خبر ورکولو مسول دی او له دې وروسته د ویاند درلودلو حق نه لري.

نی دفتر نن یکشنبه ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۳۰) په یوې خپرې شوې خبر پاڼې کې ویلي: "حکومت اړ دی چې له نورو بنسټونو مخکې نافذ شوی قانون عملي کړي. که حکومت خپله قانون مات کړي نو مشروعیت ته به یې زیان واوړي."

نی زیاته کړې چې والیان د ویاندویانو دنده نشي ترسره کولی.

دغه اداره وايي چې په ډېرو حالاتو کې والیانو ته د خبریالانو لاسرسی ناشونی یا ډېر ستونزمن وي.

نی دفتر د افغانستان له ولسمشر نه غوښتي چې د دغه کار مخه ونیسي.

د والیانو پر ویاندویانو هغه وخت بحثونه ګرم شول چې تېره ورځ د یادو بستونو د لغوه کېدو په اړه خواله رسنیو کې بحثونه راوپارېدل.

پر همدې حال د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې نن په یوې خبرپاڼې کې ټینګار کړې چې والیان به د خپلو ولایتونو اړوند خبرونه له رسنیو سره شریکوي.

خبرپاڼه زیاتوي: "والیان به د خپلو ولایتونو وضعیت له رسنیو سره شریکوي. د ولایتونو د عامه اړیکو مدیران چې تر اوسه یې د ویاندویۍ چارې پر مخ وړلې تر دې وروسته به د خبري ناستو تنظیم، د ټولینزو رسنیو پرمخ وړل … مسولیت ولري."

په افغانستان کې یو شمېر نورو خپلواکو خبریالانو هم له دې کار سره مخالفت ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG