د لاس رسي وړ اتصالات

د ٢٠١٩ کال د رسنیو د ازادۍ نړیواله جایزه چا گټلې؟


د خبریالانو د ساتنې کمېټه هرکال زړورو خبریالانو ته دا ډول جایزې ورکوي
د خبریالانو د ساتنې کمېټه هرکال زړورو خبریالانو ته دا ډول جایزې ورکوي

د ٢٠١٩ کال د نړۍ د مطبوعاتو د ازادۍ جایزه د پاکستان، هند، برازیل، نیکاراګوا او تانزانیا خبریالانو ته ورکړل شوه.

د خبریالانو د ساتنې کمېټه CPJ دا جایزې د هغو هیوادونو ژورنالیستانو ته د هغوی د شجاعت او زړورتیا په خاطر ورکوي چې دموکراسي په کې په غوړیدو ده.

د سږکال د جایزې ورکولو دا پروګرام د شنبې په ماښام (نومبر۲۳) د نیویارک په ښار کې و.

د خبریالانو د حفاظت کمېټه وايي چې دا جایزې یې د هغو هېوادونو خبریالانو ته ورکړې چې په هېوادونو کې یې دموکراسي مخ په غوړېدو ده او د بیان ازادۍ د سانسور له خطر سره مخامخ دي خو بیا هم دوی په زوړرتیا سره د مطبوعاتو ازادۍ او معلوماتو د رسولو لپاره کار کوي.

په دغو خبریالانو کې د پاکستان د ډان ورځپاڼې اډیټر ظهیر عباس هم شامل دی. د خبریالانو د ملاتړ ټولنې د پاکستان په پوځ او حکومت نیوکې کوي چې د بیان او مطبوعاتو ازادي یې محدوده کړې ده.

پاکستاني مطبوعاتو او رسنیو د "پوځ له ویرې" په تېرو دوو کلونو کې د پښتنو د ژغورنې غورځنګ د غونډو په اړه راپورونه خپاره نکړل.

د دغې جایزې دوه نور ګټونکي د ناکاراګوا خبریالان، لوسیا پنېدا اباو او مېګیول مورا، وو چې د راپورو روکولو له کبله شپږ میاشتې بندیان شوي وو.

د میامي هېرالد خبریالې جولي براون ته د هغې د تحقیقاتي راپور له کبله هم جایزه ورکړل شوه، دې په امریکا کې د جېفري اپستاین په اړه تحقیقاتي راپور کړی و.

ښاغلی اپستاین تورن و چې وړې ماشومانې به د ناوړه جنسي کارونو لپاره قاچاق کولې. دغې خبریالې په هند کې هم په همداسې یوې موضوع تحقیقاتي راپور کړی و.

د خبریالانو د حفاظت کمېټه هرکال دا ډول غونډې جوړوي او د نړۍ یو شمېر زړورو خبریالانو ته د شجاعت جایزې ورکوي.

دې کمېټې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا یې د جایزو ورکول ٢٩ لړۍ وه.

XS
SM
MD
LG