د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پښتین: د پاکستان سرپرست صدراعظم په افغان پاسپورټ په بریتانیا کې ژوند کړی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظو احمد پښتین وايي د پاکستان سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ په بریتانیا کې د افغانستان په پاسپورټ د کډوال په توګه ژوند کړی.

ښاغلي پښتین دوشنبه اکټوبر ۳۰ (لړم ۸) امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې د پاکستان حکومت په افغان کډوالو د فشار له لارې د سیاسي اهدافو ترڅنګ غواړي چې د بډایو افغانانو پانګې او د نړیوالو پام ترلاسه کړي.

پښتین وویل، " سرپرست لومړی وزیر انوارالحق کاکړ، چې یو وخت یې د افغانستان په پاسپورټ په بریتانیا کې د کډوال په توګه ژوند کړی، ددې اخلاقي حیثیت نه لري چې افغان کډوال له پاکستانه وباسي."

له منظور پښتین سره د امریکا غږ بشپړه مرکه دلته کتلای او اورېدلای شی:

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په دې هکله شواهد ورنکړل چې ایا ښاغلي کاکړ په رښتیا په بریتانیا کې د پاتې کیدو لپاره د افغانستان د پاسپورټ څخه کار اخیستی که نه.

په عین حال کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولانګي دا ادعاوې رد کړلې او امریکا غږ ته یې وویل چې هیڅ داسې کوم سند نشته چې ګواکې انور الحق کاکړ په برتانیې کې د پاتې کیدو لپاره د افغانستان د پاسپورټ څخه ګټه اخیستې وه.

ښاغلي سولانګي زیاته کړه، " پښتین چې هر څه وایي، ودې وایي. مونږ به یوازې هغه وخت ځواب ووایو چې هغه (پښتین) یا بل هر څوک چې وي، سند وړاندې کړي. دا یوازې پښتین ندی چې دا ډول ادعا لري. دا ادعا د پخو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې ښکته پورته کیږي خو د اثبات لپاره یې هیڅ سند نشته".

خو د پاکستاني مطبوعاتو د معلوماتو له مخې انور الحق کاکړ نږدې لس کاله په بریتانیا کې ژوند کړی. هغه د صدراعظم کیدو څخه وړاندې د سنا په مجلس کې د بلوچستان عوامي ګوند جګپوړی غړی و.

د پښتین څخه وړاندې هم په پاکستان کې ځینو فعالینو ادعا کړې وه چې انور الحق کاکړ په بریتانیا کې د پاتې کیدو لپاره د افغانستان پاسپورټ څخه کار اخیستی و. خو د پاکستان حکومت او پخپله کاکړ تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي.

بریتانیا کې د پاکستان د سرپرست صدراعظم لخوا د افغان پاسپورټ څخه د کار اخیستو دا موضوع داسې مهال راپورته شوې چې د پاکستان حکومت پدې هیواد کې د څه باندې یو ملیون افغانانو په ګډون چې د اوسیدو لپاره قانوني اسناد نلري، د نومبر میاشتې لومړۍ نیټې پورې مهلت ورکړی چې په خپله خوښه لدې هیواد څخه ووځي.

امریکا غږ د منظور پښتین د خبرو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات سره اړیکه نیولې ده، خو تر دې دمه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG