د لاس رسي وړ اتصالات

د منظور پښتین او محسن داوړ د نیولو حکم شوی


د پي ټي‌ام یو شمېر مشران نیول شوي‌او بندیان شوي‌دي
د پي ټي‌ام یو شمېر مشران نیول شوي‌او بندیان شوي‌دي

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین او د دغه غورځنګ د بل مشر او پاکستان د پارلمان د غړي محسن داوړ د نیولو حکم کړی دی.

دغه محکمې د جمعې په ورځ فبروري ۱۹ (کب۱) دا حکم ورکړی دی.

د پي ټي ام په دغو دواړو مشرانو تور دی چې د ۲۰۲۰د ډسمبر په میاشت کې یې په کراچۍ کې په یوې غونډې کې د پاکستان د حکومت، پوځ، پولیسو او نورو ادارو په ضد «ناوړه څرګندونې» کړي دي.

د کراچۍ د سهراب کوټ له غونډې وروسته د پي ټي‌ ام په ځینو مشرانو عریضې وشوې. په دغه ترڅ کې پولیسو د تیر کال ډسمبر په ۱۶په پېښور کې د پي ټي ام یو مشر علي‌ وزیر ونیوه او بیا یې کراچۍ ته انتقال کړ.

علي وزیر د پاکستان د پارلمان غړی هم دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وکیل قادر خان امریکا غږ ډیوې څانګې ته ویلي دي چې د کراچۍ په ښار کې د «ترهګرۍ ضد دولسمې محکمې چې په زندان کې دننه ده، د منظور پښتین او محسن داوړ د ګرفتارۍ» حکم هم صادر کړی دی.

هغه وویل چې نن د علي وزیر د قضیې د اورېدو ورځ وه او د پي‌ ټي ام هغه غړي چې په ضمانت خوشي شوي ‌وو، هم محاکمې ته راغلي ‌وو. وايي د دوی قضیه به د مارچ په نهم تاریخ بیا اورېدل کیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له څو کلونو راهېسې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو او ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

دغه غورځنګ د پاکستان پوځ او «ریاستي ادارې» له پښتنو سره په بد چلند تورنوي. خو د پاکستان پوځ او حکومت د پي ټي ام دا تورونه رد کړي‌دي.

XS
SM
MD
LG