د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتون تحریک مشران په انتخاباتو کې برخه اخلي؟


د پښتون ژغورنې ځینې مخکښ مشران چې سیاسي فعالان هم دي او د دی نه مخکې چې د پښتون ژغورنې تحریک د منظور پښتین سره یو ځاې پر مخ بوځي، د پاکستان په انتخاباتو کې یې د برخې اخیستو تیاري کوله.

محسن داوړ د عوامي نیشنل گوند یا اې این پي د دغه گوند د ځوانانو د څانگې د مشرۍ نه په دی وجه لیرې کړ چې هغه د پښتون ژغورنې تحریک سره یوځاې شو.

همدغه ډول علي وزیر چې په ٢٠٠٨ او ٢٠١٣ کال کې یې په انتخاباتو کې د ازاد کاندید په حیث برخه اخیستي وه، یو ځلې بیا په انتخاباتو کې برخه اخلي.

د پښتون ژغورنې تحریک مشر منظور پښتین په خپل فیس بک دغه خبره تکرار کړیده چې د هغوي تحریک یو غیر سیاسي تحریک دی او دا اراده نه لري چې په سیاست کې برخه واخلي.

ښاغلی پښتین وایي چې د پښتون ژغورنې تحریک د پښتنو د اساسي حقونو لپاره دی او ځکه یې دغه تحریک جوړ کړ چې سیاسي گوندونه پدی کې ناکامه شوېدي چې د پښتنو لوی مسلې لکه د هغو وژنه او د کورونو نه لادرکه کیده، حل کړي.

علي وزیر امریکا غږ ته وویل چې هغه په ٢٠٠٨ او ٢٠١٣ کال کې په انتخاباتو کې برخه اخیستلې و خو د ٢٠١٨ کال د انتخاباتو په اړه وایي، "د تحریک په اړه مونږ د اول نه دا پریکړه کړیده چې مونږ به یې غیر سیاسي ساتو. زه هوډ کوم چې زه چې څه وایم ریښتیا به وایم، زه به د پښتون تحریک مشرانو ته خپله خبره کوم خو که هغوي دا پریکړه وکړه چې په انتخاباتو کې برخه مه اخلئ نو زه به نه اخلم."

محسن داوړ هم د علي وزیر سره موافق دی، هغه وایي چې په دی اړه به یوه غونډه کوي.

"مونږ وخت د سره دا فيصله کړې وه چې د پښتون ژغورنې تحریک به ځان د سیاسي گوند په توگه نه رجسټر کوي خو د تحریک غړي که غواړي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي نو دا د هغوي خپل واک دی."

راتلونکې څو ورځو کې به د پښتون تحریک مشران دا فیصله وکړي چې دغه دواړه مخکښ مشران دې په انتخباتو کې برخه واخلي او کنه خو یوه خبره چې بیخي واضحه ده هغه دا چې د پښتون ژغورنې تحریک به غیر سیاسي وسي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت وایي د روان کال د جولایي په ٢٥ به پارلماني او د صوبایي اسامبلیو لپاره انتخابات وشي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG