د لاس رسي وړ اتصالات

داوړ: زمونږ غونډې د حقونو د اخیستلو لپاره پر حکومت فشار راوړي


محسن داوړ
محسن داوړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او د پاکستان د پارلمان استازي محسن داوړ د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پي ټي ام غونډه بریالۍ وبلله.

هغه وویل چې په غونډه کې د زرګونو پښتنو ګډون دا ښکاره کړه چې خلک خپل حقونه غواړي او نور چپ نشي پاتې کېدلی.

د بنو غونډه د یکشنبې په ورځ (جنوري۱۲) وشوه چې د پي ټي ام مشر منظور پښتین او نورو غړو په کې ویناوې وکړې.

د پاکستان مطبوعاتو په دې اړه راپورونه خپاره نکړل. په تېر وخت کې یې هم د پي ټي ام په اړه د راپورونو له خپرولو ډډه کړې وه.

ښاغلي داوړ وویل چې د پي ټي ام د فعالیتونو له پیل راهېسې په پاکستان کې د پښتنو یو لړ ستونزې حل شوي دي. هغه په دې اړه نور وضاحت ورنکړ، خو ویې ویل چې دا ډول غونډې پر حکومت ډېر فشار راوړي.

پي ټي ام په پاکستان کې د پښتنو د حقونو د غوښتلو لپاره پیل شو. نوشابه اشنا له محسن داوړ سره مرکه کړې ده.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:38 0:00

XS
SM
MD
LG