د لاس رسي وړ اتصالات

په منظور پښتین او پي ټي ام نوي فشارونه


د پاکستان حکومت د پي ټي ام د غړو د نویو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي
د پاکستان حکومت د پي ټي ام د غړو د نویو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ ( پي ټي ام) غړي وایي چې پر منظور پښتین درې نوې عریضې/مقدمې شوي دي.

په دغو عریضو کې منظور پښتین تورن شوی دی چې د هغه په مشرۍ غونډو کې "د پاکستان د پوځ او حکومتي ادارو پر ضد" شعارونه ورکړل شوي او خبرې شوي دي. وايي دا کار د پاکستان په قانون کې "غداري" بلل کیږي او له عاملینو سره یې" باید قانوني چلن" وشي.

پر ښاغلي پښتین دا تازه عریضې د "جنوبي وزيرستان په لدهه تاڼه" کې شوي دي. د پاکستان حکومت په دغو قبایلي سیمو کې غونډې بندې کړې دي، پولیسو پر د منظور پښتین پر ضد (آف آی ار) او یا د ابتدايي معلوماتو راپور ثبت کړی دی.

د امریکا غږ ډیوه څانګه د پي ټي ام د غړو له خولې راپور ورکوي چې دا عریضې په تېر لوی اختر کې شوي دي. د پي تي ام یو فعال رحمت شاه محسود وایي چې ښاغلی پښتین په اختر کې خپل کلي ته تللی و او هلته یې له خپلو عزیزیانو او خواخوږیو سره لیدلي او خبرې کړي دي.

ویل کیږي چې د منظور پښتین پر ضد شاوخوا ۳۰ عریضې شوي دي، خو هغه په خپله ویلي دي چې دا ډول عریضې به یې له خپلو کارونو منع نه کړي.

په همدې حال کې د پي ټي ام غړي وايي چې د پاکستان پوځ د دغه غورځنګ ځینې نور غړي هم نیولي دي.

د امریکا غږ ډیوه څانګه د پي ټي ام د یوې غړې ثنا اعجاز له خولې لیکلي دي: "دا وخت د پي ټي ام دوه مخکښ مشران او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ، حنيف پشتين، عالمزېب مسيد، بلال مسيد، عارف وزير، جمشيد وزير، امان الله وزير، دوست محمد، زبېر، اسماعيل مسید، قاضي طاهر، عبدالحۍ وزير دا ټول کسان د ملک په بېلابيلو زندانونو" بندیان دي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د پېښور په عالي محکمې کې د پنجشنبې په ورځ (اګست۲۹) د محسن داوړ او علي وزیر قضیې واورېدل شي. دوی دواړه چې د پي ټي ام مخکښ غړي دي پر پوځ د برید په تور نیول شوي دي، خو دواړه دا تورونه نه مني.

د منظور پښتین پر ضد د عریضو او د پي ټي ام د نویو غړو د نیول کېدو په اړه د پاکستان پوځ او حکومت لا کوم غبرګون نه دی ښودلی. پي ټي ام له شاوخوا دوو کلونو راهېسې په پاکستان د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG