د لاس رسي وړ اتصالات

د پوتین منتقد په زهري ماده مسموم کړل شوی – انګلا مرکل


د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل ویلي چې د کرملین منتقد الکسي نوالني چې اوس د برلین د یو روغتون په عاجله څانګه کې بستر دی، د هغه د وژلو په نیت د پخواني شوروي اتحاد کیمیاوي وسلې ته ورته زهري موادو مسموم شوی دی.

د جرمني صدراعظمې د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲ دا هم وویل چې برلین اوس له مسکو تمه لري چې پدې هکله وضاحت ورکړي. انګلا مرکل زیاته کړه چې جرمني به د خپلو ناټو متحدینو سره ددې پیښې د غبرګون په اړه مشوره وکړي.

کیدای شي دغه کار ددې سبب شي چې اروپایي ټولنه پر روسیې باندې نوي بندیزونه هم ولګوي. خو مسکو د ښاغلي نوالني د مسموم کیدو په پیښه کې لاس لرل رد کړي او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د جرمني د ادعا په هکله شواهد نشته او د نوالني په اړه د جرمني د معلوماتو د خپرولو په بڼه یې هم انتقاد کړی دی.

د «نويچوک» په نامه د پخواني شوروي اتحاد د وخت کیمیاوي وسله چې جرمني وایي نوالني پرې مسموم شوی هغه زهري مواد دي چې بریتانیا وایي په ۲۰۱۸ کې پرې دوه اړخی اجنټ او د هغه لور په انګلنډ کې مسموم کړای شوي وو.

د زهري موادو دغه مرګونی وسله د پخواني شوروي اتحاد د پوځ په واسطه په اویایمه او اتیاومه لسیزه کې جوړه شوی وه.

۴۴ کلن الکسي نوالني د پوتین له سختو منتقدینو څخه دی چې د اداري فساد په وړاندې د پلټنو متخصص دی. هغه تیره میاشت له مسموم کیدو وروسته د روسیې په یو داخلي پرواز کې جرمني ته انتقال کړای شو.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د «نویچوک» مادې استعمال «په بشپړه توګه د غندلو وړ» دی. د امریکا د ملي امنیت شورا ویلي چې واشنګټن به د خپلو متحدینو سره په ګډه هڅه وکړي چې «که ثابته شي په روسیه کې د هغو کسانو سره چې دا کار یې کړی حساب وشي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس له روسیې غوښتي چې اوس د نوالني د مسموم کیدو پیښه وپلټي ځکه چې کلینیکي ازموینو ښودلې چې هغه په کیمیاوي عصبي زهري مادې مسموم شوی دی.

له بلې خوا د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټر لیکلي چې د جرمني د حکومت له خوا د نویچوک زهري موادو پیژندنه ښيي چې روسي مقامات د نوالني د مسموم کیدو تر شا دي.

XS
SM
MD
LG