د لاس رسي وړ اتصالات

مشهور امریکایي افشاکوونکي ادوارډ سنوډن د روسیې تابعیت ترلاسه کړ


ادوارډ سنوډن
ادوارډ سنوډن

د روسیې ولسمشر نن د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې ۴) د امریکا د استخباراتو پخواني قراردادي ادوارډ سنوډن ته د روسیې تابعت ډالۍ کړ.

د ولادیمیر پوتین، په یو فرمان کې د ۱۹۸۳ کال د جون په ۲۱ د زیږیدلي ادوارډ سنوډن نوم د هغو کسانو په لست کې لیدل کیږي چې تازه یې د روسیې تابعیت ترلاسه کړی دی.

دا پداسې حال کې دي چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په اړوند د واشنګټن او مسکو اړیکې خورا ټیټې کچې ته رسیدلې دي.

سنوډن په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا د ملي استخباراتو د څارنې د پروګرامونو په اړه د محرمو اسنادو تر افشا کولو وروسته لومړی هانګ کانګ او بیا روسیې ته پناه یوړه او هملته اوسېده.

هغه په ۲۰۲۰ کال کې په روسیه کې دایمي استوګنه ترلاسه کړه او ویې ویل چې غواړي د روسیې تابعیت ترلاسه کړي، خو د امریکا تابعیت به هم وساتي.

امریکايي مقاماتو ویلي چې د سنوډن پاسپورټ یې هغه مهال لغوه کړ چې له هانګ کانګ څخه مسکو ته په لاره و، خو دا چې د هغه امریکایي تابعیت لاهم پر ځای دی او که نه په اړه یې معلومات نشته.

د سنوډن وکیل ویلي چې د هغه مېرمن لینډسې ملز چې د امریکا تبعه ده او له هغه سره په روسیه کې اوسېږي، هغه به هم د روسیې د تابعیت غوښتنه وکړي.

د متحده ایالاتو حکومت سنوډن د پټو او امنیتي معلوماتو په افشا کولو تورن کړی او له ټولو هیوادونو څخه یې چې هغه ته د پناه ورکولو امکان موجود و د هغه د بیرته سپارلو غوښتنه کړې وه.

خو سنوډن ویلي و چې امریکا ته د زیان رسولو اراده نه لري ځکه چې هغه د استخباراتي ادارو، دفترونو او ماموریتونو بشپړ لیست ته لاسرسی درلود او ورته یې هیڅ زیان نه دی رسولی.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس او اسوشیټیډ پریس له راپورونو څخه کار اخیستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG