د لاس رسي وړ اتصالات

د چیچنیا مسلمان مشر: پوتین ماته د روسي پوځ د ډګر جنرالۍ رتبه راکړه 


رمضان قدیروف
رمضان قدیروف

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نژدې متحد او د چیچنیا د مسلمانانو مشر رمضان قدیروف نن چهارشنبه اکتوبر پنځمه (تله ۱۳) وویل چې ښاغلي پوتین د روسیې په پوځ کې ورته لوړه رتبه ورکړې ده.

ښاغلي قدیروف، چې په اوکراین کې د روسیې د یرغل کلک پلوی دی، ویلي دي چې دا هغه ته «لوی ویاړ» دی.

رمضان قدیروف چیچنیا رهبري کوي چې په کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې ډېر راپورونه هم ورکول کېږي. هغه وايي چې ښاغلي پوتین ورته په شخصي‌ ډول دا خبر ورکړی دی.

د رویټرز خبري اژانس وایي چې نوموړي په خپل ټیلیګرام کې لیکلي دي: « د روسیې ولسمشر زه د ډګر جنرالۍ په رتبې وویاړلم. دا زما لپاره یو پرمختګ دی.» ډګر جنرال د روسیې په پوځ کې درېیمه لوړه رتبه بلل کېږي.

نوموړي څور ورځې مخکې په خپل ټیلیګرام کې لیکلي وو چې خپل درې کمکي زامن، چې ۱۴، ۱۵، او ۱۶ کلن دي، د روسي ځواکونو په ننګ د اوګراین جګړې ته استوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ځواکونو په دې وروستیو کې له ځینو سیمو څخه د روسیې ځواکونه شړلي او سیمې یې بېرته نیولي دي.

په همدې حال کې ولسمشر پوتین له اوکراین څخه د څلورو جلا شویو سیمو مسئله توشیح کړه. روسیې څه موده مخکې د اواکرین په څلورو نیول شویو «دونیتڅک، لوهانسک، جنوبي خرسون او زاپورېژیا» سیمو کې ټولپوښتنې او دا سیمې یې له اوکراین څخه جلا کړې. اوکراین، اروپايي ټولنې او امریکا دا پرېکړه غندلې ده.

XS
SM
MD
LG