د لاس رسي وړ اتصالات

د چیچنیا مسلمان رهبر: خپل زامن د اوکراین جګړې ته استوم


رمضان قدیروف د ښاغلي پوتین قوي ملاتړی بلل کېږي
رمضان قدیروف د ښاغلي پوتین قوي ملاتړی بلل کېږي

د روسیې د ولسمشر متحد او د چیچنیا رهبر رمضان قدیروف نن دوشنبه اکتوبر درېیمه (تله ۱۱) وویل چې غواړي خپل درې کمکي زامن، چې ۱۴، ۱۵ او ۱۶ کلن دي، د روسیې په پلوۍ د اوکراین جګړې ته واستوي.

ښاغلي قدیروف په خپل تیلیګرام کې د خپلو زامنو یوه ویدیو خپره کړې چې هغوی میزایل توغوي. نوموړي لیکلي دي: «همدا یې وخت دی چې په واقعي جګړې کې ځانونه ثابت کړي، زه یې د دغې هیلې هرکلی کوم.»

ښاغلي قدیروف زیاته کړې ده چې زامن به یې «ژر د جګړې لومړۍ کرښې ته ولاړ شي». هغه وايي چې زامن یې، احمد، علي او ادم له «ماشومتوب راهېسې د جګړې لپاره روزل شوي» او دا «ټوکه نه» ده.

په خپرې شوې ویدیو کې دا ماشومان په ټانګ باندې ناست او په وسلو سمبال او مجهز ښودل کېږي چې توغندي توغوي او ډزې کوي.

د فرانسې خبري اژانس وایي‌ چې د چیچنیا د مسلمانانو د جمهوریت مشر قدیروف، چې مخکنی جنګسالار دی، د اوکراین په جګړې کې د ولمسشر پوتین کلک ملاتړی دی.

د نوموړي‌ دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې کرملین په اوکراین کې د ټېټې کچې اتومي‌ وسلو د کارولو په اړه د ښاغلي قدیروف غوښتنه رد کړه.

د ولسمشر پوتین ویاند دمتري پسکوف خبریالانو ته وویل: «دا یوه ډېره احساساتي شېبه ده. زموږ په هېواد کې اتومي وسلې د هغو اصولو په اساس کارول کېږي چې په اړوندو دوکتورینو [لارښود/اساسات] کې راغلي.» خو نوموړي د اوکراین په جګړه کې د چیچنیا د مشر «زړور ګډون» وستایه. قدیروف له هغه وروسته د اتومي وسلو د کارولو وړاندیز وکړ چې روسي ځواکونه د اوکراین د «لیمن» له ښارګوټي څخه ووتل.

هغه په خپل تیلیګرام کې لیکلي‌ دي: «زما په شخصي نظر، باید په سرحدي سیمو کې د پوځي قانون د اعلان تر څنګ د ټېټې کچې اتومي وسلې هم وکارول شي.» نوموړي‌ همدغه راز په جنرال الګساندر لاپین، چې په سیمه کې د اوکراین جګړه مخې ته وړي، هم انتقاد وکړ.

XS
SM
MD
LG