د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: د اوکراین د شخړې د پای ته رسولو لپاره باید یوه موافقه وشي 


 پوتین د قرغزستان په پلازمینه بشکیک کې یوې سیمه ییزې غونډې ته د وینا پر مهال
پوتین د قرغزستان په پلازمینه بشکیک کې یوې سیمه ییزې غونډې ته د وینا پر مهال

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ ډسمبر نهمه (لیندۍ ۱۸) وویل چې بالاخره به په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته اړتیا وي. پوتین دا څرګندونې نهه میاشتې وروسته له هغه کوي چې کرملین په اوکراین کې خپل "ځانګړي پوځي عملیات" پیل کړل.

پوتین د قرغزستان په پلازمینه بشکیک کې د سیمې د مشرانو یوې غونډې ته وویل، "البته، چې باور تقریبا صفر دی...خو بالاخره یوه موافقه باید رامنځته شي."

هغه زیاته کړه: "ما څو ځله ویلي چې موږ دې موافقو ته چمتو یو، او موږ (هغه ته) تیار یو."

د پوتین دا څرګندونې د مینسک د تړون په اړه د جرمني د پخوانۍ صدراعظمې انګیلا میرکل د څرګندونو په غبرګون کې شوي، چې د پاریس او برلین سره یې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې کړې وې.

آغلې میرکل د جرمني «ډی سایټ» ورځپاڼې ته وویل چې د ۲۰۱۴ کال تړون "اوکراین ته د وخت ورکولو هڅه" وه او کییف هغه د خپل "قوي کیدو" لپاره وکارواوه.

ښاغلي پوتین په بشکیک کې وویل چې هغه د انګیلا میرکل له څرګندونو "مایوس شوی" دی او زیاته یې کړه چې هغه "تل داسې انګیرله چې د جرمني حکومت صادقانه عمل کوي".

پوتین زیاته کړه، "له دې ډول څرګندونو وروسته دا پوښتنه پیدا کیږي: موږ څنګه موافقه کولی شو؟ او ایا داسې څوک شته چې ورسره موافقه وشي؟ ضمانتونه څه دي؟"

دا رپوټ د فرانس پرس خبري اژانس د خبر په بنسټ جوړ شوی

XS
SM
MD
LG