د لاس رسي وړ اتصالات

شولتز د اوکراین څخه د روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه؛ پوتین: زمونږ بریدونه به دوام ولري


د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د جمعې په ورځ د دسمبر په دوهمه (لیندۍ ۱۱) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې له اوکراین څخه د روسي ځواکونو د سمدستي وتلو غوښتنه وکړه.

د ښاغلي شولتز یو ویاند سټیفن هیبسترایټ وویل: "[د جرمني] صدراعظم د روسیې له ولسمشر څخه وغوښتل چې له اوکراین څخه د روسي ځواکونو د وتلو په شمول ژر تر ژره یو دپلوماټیک حل ته ورسیږي."

هیبسټرایټ وویل، ښاغلي شولتز په دغه یو ساعته تیلیفوني اړیکه کې، "په ځانګړې توګه په اوکراین کې د ملکي بنسټونو پر ضد د روسیې هوایي بریدونه وغندل او د روسیې د تیري په وړاندې یې د اوکراین د دفاعي ظرفیت د ملاتړ لپاره د جرمني پر هوډ ټینګار وکړ."

خو پوتین په اوکرایین کې د هغه په وینا د لوېدیځ په "ویجاړونکي" سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د اوکراین پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه د کیف د "لمڅونکو" بریدونو ځواب دی او دوام به ولري.

کرملین په یو بیان کې ویلي چې پوتین شولتز ته وویل، "مسکو له اوږدې مودې راهیسې د اوکراین په خاوره کې پر ځانګړو هدفونو د دقیقو توغندیو له بریدونو ډډه کړې وه."

پوتین د اکټوبر په میاشت کې پر هغه پل باندې د اوکراین برید ته په اشارې سره چې کریمیا د روسیې له خاورې سره نښلوي، زیاته کړه: "خو اوس دا ډول کړنې د روسیې د ملکي بنسټونو پر وړاندې د کیف د پارونکو بریدونو په وړاندې یو جبري او اجتناب ناپذیر ځواب بدلې شوي دي."

په وروستیو میاشتو کې، د کروز توغندیو بریدونو او د روسیې هوایی بریدونو د اوکراین د بریښنا شبکه غیر فعاله کړې او د اوبو رسولو شبکې په ګډون د هیواد نورې زیربناوې یې زیانمنې کړې.

کییف وايي، د اوکراین د انرژۍ سیستم د سقوط په درشل کې دی او په وروستیو اونیو کې د روسیې د سیستماتیکو بمباریو له کبله په میلیونونو خلک په تیاره کې ژوند کوي. په همدې حال کې په دغه هېواد کې د تودوخې درجه هم له صفر څخه ښکته شوې او خلک د خپلو کورونو په ګرم ساتلو کې له ستونزو سره مخ دي.

په دې تیلیفوني تماس کې پوتین له شولتز څخه غوښتي چې برلین دې "د اوکراین د پیښو په اړه په خپله کړنلاره له سره غور وکړي". هغه لویدیځ په اوکراین کې د تخریبي سیاستونو په پلي کولو تورن کړ او ټینګار یې وکړ چې د لویدیځ سیاسي او مالي مرستې د دې لامل شوې چې کیف د هر ډول خبرو اترو نظر په بشپړه توګه رد کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د کرملین له اعلان وروسته چې د اوکراین څلور سیمې یې د روسیې له خاورې سره یوځای کړې له روسیې سره هر ډول خبرې اترې تر هغه چې پوتین په واک کې وي رد کړې.

د ښاغلي شولتز د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو مشرانو د نړۍ د خوراکي توکو د خوندیتوب په اړه هم خبرې وکړې، چې په اوکراین کې د جګړې له امله په بحراني حالت کې دی.

شولتز او پوتین د اوکراین د جګړې په جریان کې منظم تلیفوني اړیکې درلودې، او د سپتمبر په میاشت کې د دوی په مخکینو خبرو کې په دپلوماټیک حل او اوربند ټینګار شوی و.

XS
SM
MD
LG