د لاس رسي وړ اتصالات

آیا پوتین غواړي له ولسمشرۍ وروسته د ژوند تر پایه سناتور شي؟


د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین
د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، یو قانون لاسلیک کړی چې له مخې یې د روسي جمهور رئیسان د جمهوري ریاست د دورې له پای ته رسیدو وروسته کولای شي د عمر تر پایه د پارلمان د سنا غړي شي.

دغه نوی قانون چې د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۲ (مرغومي دوهمه) توشیح شو، د روسیې د سیاسي تعدیلونو په لړۍ کې یو نوی بدلون دی چې ښاغلي پوتین يې د روان کال د پیل راهیسې پلي کول پیل کړي دي.

د قانون د نویو تعدیلونو له جملې نه یو یې ښاغلي پوتین ته اجازه ورکوي چې که وغواړي کولای شي د دوو نورو شپږ کلنو دورو لپاره د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې کډون وکړي او جمهور رئیس پاته شي. د ښاغلي پوتین د جمهوري ریاست اوسنۍ دوره په ۲۰۲۴ کې پای ته رسیږي.

نوي بدلونونه تر ډیره ښاغلي پوتین ته متوجه دي چې د جمهوري ریاست د اوسنۍ دورې د پای ته رسیدو وروسته د هغه د سیاسي فعالیت دوام ته زمینه برابره کړي.

نوی قانون همداشان د روسیې واکمن جمهور رئیس ته اجازه ورکوي چې د سنا ۳۰ غړي په انتصابي توګه وټاکي او د جمهوري ریاست د دورې په پای کې پخپله سناتور شي.

یو بل قانون هم ټاکل شوې ډیر ژر د روسیې د پارلمان له لورې تصویب او د ښاغلي پوتین له خوا توشیح شي چې له مخې به یې د روسیې پخواني جمهور رئیسان د هغو سرغړونو په خاطر چې نه یواځې د خپلې واکمنۍ پر وخت بلکه د ژوند په اوږدو کې یې کړې دي د عدلي او قضایي تعقیب نه معاف اوسي.

XS
SM
MD
LG