د لاس رسي وړ اتصالات

ساینسپوهانو د مصر د فرعونیانو د سترو قبرونو د جوړولو راز کشف کړی


د مصر هرمونه د ۳۷۰۰ څخه تر ۴۷۰۰ کلونو پخوا جوړ شوي دي.
د مصر هرمونه د ۳۷۰۰ څخه تر ۴۷۰۰ کلونو پخوا جوړ شوي دي.

ساینس پوهانو د نیل د سیند هغه برخه کشف کړې چې یو وخت په مصر کې له ۳۰ څخه زیاتو هرمونو ترڅنګ بهېده خو د زرګونو کلونو په اوږدو کې تر ځمکې لاندې شوی دی. له دې د پخوانیو مصریانو له خوا ددغو دنګو قبرونو د جوړولو راز څرګند شوی دی.

فکر کیږي چې مصریانو ددغه سیند له لارې د هرمونو جوړولو لپاره لویې ډبرې او نور درانه توکي لیږدولي دي.

ددې موندنې پایلې د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۶ (غويي ۲۷) خپرې شوې او څرګندوي چې دا ۶۴ کیلومتره اوږد سیند د زرګونو کلونو په ترڅ کې تر صحرا او کرنیزو ځمکو لاندې شوی دی.

ددې سیند موجودیت واضح کوي چې دا ۳۱ ستر هرمونه څنګه د ۳۷۰۰ څخه تر ۴۷۰۰ کلونه پخوا په صحرا کې په یوه لیکه کې جوړ شوي دي.

د لرغوني مصر پلازمینې میمفیس ته څېرمه د هرمونو دا کتار چې د جیزه لوی اهرام پکې شامل دي، د لرغونې نړۍ له هغو اوو عجایبو څخه دي چې تراوسه پرځای پاتې دي.

لرغونپوهانو له اوږدې مودې راهیسې فکر کاوه چې لرغونو مصریانو ددغو هرمونو د جوړولو دپاره د ډبرو سترې ټوټې او نور توکي د ورڅېرمه بل سیند له لارې لیږدولي دي.

په متحده ایالاتو کې د شمالي کارولینا د ویلمینګټن پوهنتون استاده ایمان غنیم، ددې څېړنې مخکښې، فرانس پرس ته وویل: "خو هیڅوک ددغو هرمونو ترڅنګ د یو لوی سیند د موجودیت، شکل او اندازې په اړه نه پوهېده."

د څیړونکو نړیوالې ډلې ددغه سیند د نقشې کښلو لپاره، چې "احرامات" بلل شوی، د رادار سپوږمکۍ عکسونه کارولي دي.

لرغونپوهانو له اوږدې مودې راهیسې فکر کاوه چې لرغونو مصریانو ددغو هرمونو د جوړولو دپاره د ډبرو سترې ټوټې او نور توکي د ورڅېرمه بل سیند له لارې لیږدولي دي.
لرغونپوهانو له اوږدې مودې راهیسې فکر کاوه چې لرغونو مصریانو ددغو هرمونو د جوړولو دپاره د ډبرو سترې ټوټې او نور توکي د ورڅېرمه بل سیند له لارې لیږدولي دي.

غنیم وویل، د رادار په مرسته دوی توانېدلي چې تر ځمکې لاندې شوې سطحه وګوري او داسې سیندونه او لرغوني جوړښتونه انځور کړي چې د تاریخ په اوږدو کې له ځمکې لاندې شوي دي.

د ځمکې او چاپیریال د اړیکو په ژورنال کې د خپور شوي دې څېړنې د راپور پراساس، په سیمه کې ترسره شوې یوه سروې هم تائیدوي چې یو مهال په دې سیمه کې یو سیند بهېده.

ساینس پوهان په دې اند دي چې دا سیند ۴۲۰۰ کاله وړاندې د یوې سترې وچکالۍ په نتیجه کې تر شګو لاندې شوی دی.

د سترو قبرونو راز

د جیزه هرمونه د سیند له غاړې څخه په شاوخوا یو کیلومترۍ کې په لوړه ځمکه جوړ شوي او له سیند څخه تر دغو سترو هرمونو پورې لارې غځېدلې دي.

غنیم وویل، دا په ګوته کوي چې د هرمونو د جوړولو دپاره ډبرې او نور اړین ستر توکي ددې سیند له لارې لیږدول شوي دي.

دا چې پخوانیو مصریانو څنګه دا ستر قبرونه یا هرمونه جوړ کړي دي، د تاریخ د یو ستر راز په توګه پاتې دی.

ددې څېړنې بلې همکارې او د امریکا په ټینیسي ایالت کې د ممفیس پوهنتون استادې سوزان اونسټین فرانس پرس ته وویل، د هرمونو جوړولو دپاره له جنوب لور څخه د درنو توکو لیږد، د ځمکې د لارې په پرتله "په سیند کې ډیر اسانه و."

دا چې پخوانیو مصریانو څنګه دا ستر قبرونه یا هرمونه جوړ کړي دي، د تاریخ د یو ستر راز په توګه پاتې دی.
دا چې پخوانیو مصریانو څنګه دا ستر قبرونه یا هرمونه جوړ کړي دي، د تاریخ د یو ستر راز په توګه پاتې دی.

اونسټین په دې اند ده چې د فرعونیانو جنازې هم د همدې سیند له څنډو څخه په دې سترو قبرونو کې د ښخېدو دپاره لیږدول شوي دي.

د سیند موقعیت دا هم په ګوته کوي چې د هرمونو جوړولو دپاره دا سیمه ولې انتخاب شوې ده.

اونسټین وویل: "د اوبو جریان او حجم د وخت په تیریدو سره بدلون وموند او په همدې خاطر [د فرعونیانو] د څلورمې دورې پاچاهان ښايي مجبور شوي وي چې د ۱۲مې دورې د پاچاهانو په پرتله مختلف انتخاب وکړي."

اونسټین وايي، ددغه راز افشا کېدل موږ ته د جغرافیې، اقلیم، چاپیریال او انساني چلند تر منځ نږدې اړیکه په ګوته کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG