د لاس رسي وړ اتصالات

نظام‌الدین قیصاري آزاد شو – د دوستم دفتر


د فاریاب ولایت د امنیې پخوانی قوماندان او په دغه ولایت کې د سیمه ییزو ملېشو قوماندان، نظام الدین قیصاري، له شپږ میاشتې بند وروسته، آزاده شوی دی.

نوموړی د فاریاب امنیتي چارواکو ته د ګواښونو او دغه راز د بشري حقونو د سرغړونو په تور، نیول شوی و.

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر مشر، عنایت الله بابر فرهمند، د پنجشنبې په ورځ په خپل فیسبوکپاڼۍ ولیکل "زموږ اتل آزاد شو."

افغان چارواکو تر اوسه د قوماندان قیصاري د آزادېدو په اړه څه نه دي ویلي.

له هغه وروسته چې د قوماندان قیصاري د نیولو پر سر د جنبش ګوند او د حکومت تر منځ ناندرو زور واخیست، جنرال عبدالرشید دوستم له ترکيې نه بېرته افغانستان ته راستون شو.

ښاغلي دوستم کابل ته له رارسېدلو سره سم وویل چې د قیصاري د آزادولو لپاره به هڅې وکړي.

تېره اونۍ ارګ په یوې خبرپاڼې کې وویل چې ازبک او ترکمن توکمو استازو له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي چې د قوماندان قیصاري دوسیه بشپړه کړي.

XS
SM
MD
LG