د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت زما د نیولو توان نلري- قومندان علي پور


علي پور د افغانستان د جرايي ریاست د دویم مرستیال محمد محقق له نژدیو کسانو بلل کیږي
علي پور د افغانستان د جرايي ریاست د دویم مرستیال محمد محقق له نژدیو کسانو بلل کیږي

قومندان علي پور وايي ترڅو چې خلک یې تر څنګ ولاړ وي، هېڅ حکومت لاس نشي وروړلی.

علي پور چې په "شمشیر" هم مشهور دی، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یې غیرمسول وسله وال ګڼي.

افغان ځواکونو د تېرې جمعې په ورځ(اکتوبر۵) د غور د سرجنګل په ولسوالۍ کې د هغه د نیولو لپاره عملیات وکړل، نوموړی وتښتېده خو په عملیاتو کې څلور پولیس او اته ولسي خلک ووژل شول.

هغه له دغې پېښې څو ورځې وروسته د وردګو په ولایت کې خپلو سلګونو پلویانو ته وینا وکړه او خبرداری یې ورکړ تر هغه چې یې خلک تر شا ولاړ وي "هېڅ حکومت يې" هم نشي نیولی.

په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي علي پور د دغې غونډې تصویرونه او ویډیوګانې خپرې شوي دي. په یوې ویډیو کې لیدل کیږي چې ځينې- هزاره- نجونې او ښځې د هغه په ننګ ټوپکونه را اخیستي دي. د غونډې دقیق ځای او دقیقه نیټه معلومه نه ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې قومندان علي پور"جنایتکار، شوکمار او قاتل" دی او حکومت یې د نیولو هلې ځلې روانې ساتلي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د اجرايي ریاست دویم مرستیال محمد محقق، چې قومندان علي پور یې له نژدیو کسانو بلل کیږي، د هغه د نیولو له ناکامو علمیاتو وروسته امریکا غږ ته وویل "ځینې خلک قصدآ غواړي چې د افغانستان مرکزي سیمو ته جنګ انتقال کړي".

هغه مشخصآ د چا نوم وانخیست خودا خبره یې وکړه چې باید د علي پور د نیولو مسئله د افغانستان د امنیت شورا په غونډه کې مطرح شوې وای.

د علي پور تر قضیې څو میاشتې مخکې د افغانستان ځانګړو ځواکونو د فاریاب په ولایت کې د جنبش ګوند یو سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصاري ونیوه او کابل ته یې راوست. چارواکي ښاغلي قیصاري د بشري حقونو په سرغړونې تورنوي.

د هغه له نیول کېدو وروسته په شمال کې د جنرال دوستم پلویانو مظاهرې وکړې او لویې لارې یې وتړلې. جنرال دوستم هم په دغه ترڅ کې په ترکیه کې له څه باندې یو کلن تبعید وروسته کابل ته راغی او خپلو پلویانو ته یې ژمنه وکړه چې نظام الدین قیصاري به خوشي کوي، خو لا د هغه د خوشې کېدو کوم خبر نشته.

XS
SM
MD
LG