د لاس رسي وړ اتصالات

قطر د زړه د سوري پر ناروغۍ د اخته افغان ماشومانو درملنه کې مرسته کوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د قطر د سرې میاشتې د ټولنې د زړه د سوري پر ناروغۍ د اخته لسګونو ماشومانو د درملنې په برخه کې د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شنبې په ورځ مۍ ۱۸(ثور۲۹) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا تفاهم لیک ددغې ټولنې د سرپرست مطیع الحق خالص او د قطر د سرې میاشتې د نړیوالې پرمختیا د څانګې د رئیس ډاکټر محمد صالح ترمنځ لاسلیک شوی دی.

ددغه تفاهم لیک پر اساس ټاکل شوې چې د قطر د سرې میاشتې ټولنه به د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ۱۶۹ ماشومانو د درملنې مصرف چمتو کړي.

دمخه په افغانستان کې د زړه د سوري د ناروغۍ د درملنې په برخه کې د امکاناتو د نشتون له امله به پر دغي ناروغۍ اخته ناروغ ماشومان بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول جرمني، فرانسې، هند، چین او پاکستان ته استول کیدل.

خو د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکو ویلي چې اوس ددغې ناروغۍ درملنه په کابل او د افغانستان په یو شمیر نورو ښارونو کې ترسره کیدلی شي.

په افغانستان کې د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو د شمیر په اړه تازه معلومات نشته دی، خو د افغاني سرې میاشتې ټولنې د تیر ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي په میاشت کې ویلي و چې له ۱۲ زرو څخه زیات ماشومان ددغې ناروغۍ د درملنې لپاره د جراحۍ د عملیاتو په تمه دي.

ډاکټرانو پر دغې ناروغۍ د ماشومانو د اخته کیدو یو دلیل د اقلیم بدلون ښودلی دی. د ډاکټرانو د وینا له مخې د ماشوم د زړه د ودې لپاره د امیدوارۍ لومړي پړاونه په ځانګړي ډول د درییمې اونۍ څخه تر اتمې اونۍ پورې موده ډیره مهمه ده، که چیرې امیدواره ښځې د ډیرې ګرمې هوا سره په اړیکه کې اوسي ددې ډیر احتمال شته چې زیږدیدونکی ماشوم به د زړه په ناروغۍ اخته حالت کې دنیا ته سترګې پرانیځي.

د زیږیدونکو ماشومانو د زړه په برخه کې ستونزې مختلف ډولونه لري چې یو یې هم د زړه په داخلي دیوالونو کې یو اضافي سوري موجودیت دی چې په عامه ژبه ورته د زړه سوری ویل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG