د لاس رسي وړ اتصالات

د ملاریا نړیواله ورځ؛ نوي واکسینونو د خلکو د ژوند ژغورلو هيلې ټوکولي


د روغتیا د نړیوال سازمان د احصايې له مخې، دغه ناروغي د نړۍ په ۸۵ هېوادونه ډیر پيښیږي، خو ډېری پېښې یې په افریقايي هېوادونو کې ثبت کیږي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د احصايې له مخې، دغه ناروغي د نړۍ په ۸۵ هېوادونه ډیر پيښیږي، خو ډېری پېښې یې په افریقايي هېوادونو کې ثبت کیږي.

د اپرېل ۲۵مه (د غوايي پنځمه) د ملاریا له نړیوالې ورځې سره برابره ده.‌ په نړۍ کې هر کال نږدې ۲۵۰ میلیونه کسان په ملاریا اخته کېږي او شاوخوا ۶۰۰زره کسان بیا ددغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. خو د ملاریا ضد دوو نویو واکسینونو تولید پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو د‌ ژوند ژغورلو هیلې را ټوکولي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو په حکومت کې د ملاریا سره د مبارزې نړیوال همغږي کونکي، ډاکټر ډیویډ والټن، په یوه تازه مرکه کې ویلي چې نویو پرمختګونو ته په کتو سره، د هغه په باور تر ټولو په زړه پورې پرمختګ؛ د ملاریا ضد دوه نوي واکسینونه دي. دغه واکیسنونه د ملاریا څخه د خوندیتوب په موخه په مالاوي، کینیا او ګانا هېوادونو کې پر نږدې دوه میلیونه ماشومانو تطبیق شوی چې بریالیتوب او پایلې حیرانونکې وو.‌

هغه ساینس پوهان چې د ملاریا ضد نوی واکسین یې تولید کړی، د دې واکیسن پر اغیزمنتوب په ټینګار سره ویلي، چې دغه واکسین به تر ۲۰۳۰ کال پورې د ملاریا د ناروغانو د مړینې کچه ۷۰ سلنه راټېټه کړي.

د اکسفورډ پوهنتون استاد او د ملاریا ضد واکسینونو د تولید غړی اډرین هیل، نوي پرمختګونه "ريښتنې او په زړه پورې" وبلل. هغه وويل: "انسانان له يوې پېړۍ راهيسې د ملاريا ضد واکسينونو د جوړولو هڅه کوله. پدې لړ کې د ملاريا ضد ۱۴۰ ډوله واکسينونه ازمويل شوي دي. زما په اند اوسمهال د ملاريا ضد واکسينونو په اړه دا موندنې تر ټولو ښه خبر دي."

دا پداسې حال کې دی چې له ۴۰ میلیون څخه زیات ماشومان په افریقایي هیوادونو کې د ملاریا له سخت او معتدل خطر سره ژوند کوي؛ چیرې چې په هرو ۷۵ ثانیو کې د پنځو کلونو څخه کم عمره یو ماشوم ددغې ناروغۍ له امله مري.

د روغتیا نړیوال سازمان د احصایې له مخې، د ملاریا په سلو کې ۸۰ قربانیان د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان دي.

د پنجشنبې په ورځ، اپریل ۲۵ (غوايي شپږمه) د ملاریا د نړیوالې ورځې په مناسبت د روغتیا نړیوال سازمان وویل، چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ پېښې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتې شوي دي.

د دغه سازمان د ارقامو پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د ملاریا نږدې ۱۸۱ زره پېښې ثبت شوې، چې نیمايي یې یوازې په ننګرهار ولایت کې وې.

اوس مهال، متحده ایالات په ټوله نړۍ کې د ملاریا سره د مجادلې پروګرامونو ترټولو لوی تمویل کونکی دی، خو هغه ساینس پوهان چې د ملاریا واکسین د تولید په برخه کې کار کوي د نړۍ په نورو بډایه هیوادونو غږ کړی چې د ملاریا کنټرول او د هغه د واکسین د تولید پروګرامونه تمویل کړي.

ملاریا یو وژونکې خو په عین حال کې د مخنیوي او د درملنې وړ پرازیتي ناروغي ده. د روغتیا د نړیوال سازمان د احصايې له مخې، دغه ناروغي د نړۍ په ۸۵ هېوادونه ډیر پيښیږي، خو ډېری پېښې یې په افریقايي هېوادونو کې ثبت کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ پر بنسټ، په ۲۰۲۲م کال کې د ملاریا د ۲۳۳ میلیون پيښو څخه شاوخوا ۹۴ سلنه پيښې او همدارنګه د دې ناروغۍ له امله ۹۵ سلنه مړینه (شاوخوا ۵۸۰ زره کسان) د افریقا په لویه وچه کې ثبت شوي.

همداراز د هند د سیرم انسټیټیوټ چې په نړۍ کې د واکسین تر ټولو لوی جوړونکی دی، موافقه کړې چې هر کال د ملاریا ضد ۲۰۰ میلیون ډوزه واکسین تولید کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG