د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر د بهرنیو چارو وزیر طالبانو سره په «دوه اړخیزو» اړیکو وغږېد 


د قطر د بهرنیو چارو وزیر له طالب مشرانو سره ولیدل
د قطر د بهرنیو چارو وزیر له طالب مشرانو سره ولیدل

طالبان وايي چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د طالبانو د کابینې مشر ملا محمد حسن اخند او نورو سرپرستو وزیرانو سره خبرې کړي دي.

د طالبانو ویاند ډاکټر محمد نعیم په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دا ملاقات د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۱۲ (وږي۲۱) په ارګ کې شوی دی.

رویټرز خبري اژانس هم د دغه ملاقات په اړه راپور خپور کړی دی.

د طالبانو ویاند محمد نعیم په خپل ټویټر کې لیکلي دي.: «په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو، د افغانستان د راتلونکي اقتصادي پرمختګ او له اسلامي امارت سره د نړیوالو پر تعامل خبرې وکړې.»

قطر هغه هېواد دی چې طالبان په کې سیاسي دفتر لري او همدغلته د طالبانو او امریکا ترمنځ‌ د سولې تړون لاسلیک شو چې په اساس یې د اګست په ۳۱ نېټه په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسېده.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شاید لومړی وزیر وي چې د طالبانو د حکومت له اعلان وروسته کابل ته په رسمی سفر ځي او د دغې ډلې له مشرانو سره ګوري.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او تېره اونۍ یې سرپرست حکومت اعلان کړ، مګر تر دې دمه هېڅ یو هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

اکثریت هېوادونه ټېنګار کوي‌ چې طالبان باید همه شمول حکومت جوړ کړي، بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي او هغوی چې له افغانستان څخه وتل غواړي، مصئونه لار ورکړي.

طالبان وايي په دغه ملاقات کې ټېنګار وشو چېد دوحې «هوکړه لیک ته باید ټول اړخونه ژمن» وي. په دغه تړون کې دا خبره هم شوې ده چې طالبان به له ترهګرو ډلو سره اړیکې شلوي او اجازه به نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد استعمال شي.

حامد کرزي او عبدالله عبدالله هم د قطر له پلاوي سره لیدلي
حامد کرزي او عبدالله عبدالله هم د قطر له پلاوي سره لیدلي

ملګري ملتونه وايي طالبان لا هم له القاعده سره روابط لري او داسې راپورونه هم شته چې د القاعدې ډلې یو افغان غړی «ډاکټر محمد امین هم ننګرهار ولایت ته » رسېدلی دی.

طالبان وايي چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر «له افغانستان سره د ښو اړیکو پر دوام او دنړیوالو مرستو پر راجلبولو ټینګاروکړ». په همدې حال کې د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي چې دوی هم د قطر له پلاوي سره لیدلي دي.

د ښاغلي کرزي د دفتر په اعلامیې کې راغلي دي چې په دې کتنه « په افغانستان کې د روانو حالاتو په باب خبرې وشوې، جناب محترم ډاکټر عبدالله عبدالله او حامد کرزي له افغانستان سره د قطر له هر اړخیزه مرستو مننه وکړه او د سولې د خبرو لپاره د تسهیلاتو د برابرولو په برخه کې یې د یاد هېواد همکارۍ اغېزمنې او د قدر وړ وبللې.»

XS
SM
MD
LG