د لاس رسي وړ اتصالات

قطر وايي له ښوونځیو څخه بهر ۳۰ زرو افغان ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي


.
.

د پوهنې لپاره د قطر د مرستو صندوق افغانستان کې له لومړنیو ښوونځیو څخه بهر ۳۰۰۰۰ نجونو او هلکانو ته د زده کړو د برابرولو لپاره د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.

د پوهنې لپاره د قطر د مرستو صندوق په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا تفاهم لیک د قطر د انکشافي ادارې د رئیس خلیفه الکواري او د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیب الله اغا ترمنځ د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۱ ( حمل اول) په دوحه کې لاسلیک شوی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " د پروژې هدف دادی، چې په یو شمیر ولایتونو کې له لومړنیو ښوونځیو څخه بهر ۳۰۰۰ ماشومانو ته، چې نیمايي یې نجوني دي زده کړې برابرې کړي."

ټاکل شوې د پوهنې لپاره د قطر د مرستو صندوق به د دریو کلنو په موده کې ۳۰۰۰۰ نجونو او هلکانو ته، چې عمرونه یې د لومړنیو ښوونځیو کې د زده کړو د عمر سره برابر دي او اوس مهال له ښوونځیو بهر دي د معیبوو شوو ماشومانو په ګډون د کلیوالي ښوونځیو د لارې د زده کړو امکانات برابر کړي.

همداشان دا پروژه به د کلیوالو ښوونځیو استادانو ته د روزنې زمینه هم برابره کړي، چې ورسره به د نوو ښوونګو ګمارلو ته هم لاره پرانیستل شي.

د قطري او د طالبانو د حکومت د چارواکو ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک غونډې ته د قطر د انکشافي ادارې رئیس خلیفه الکواري ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان، چې ۶۰ فیصده یې نجونې دي له ښوونځیو بهر دي.

قطري چارواکو هیله ښودلې، چې دا پروژه به په افغانستان کې افغانانو ته په راتلونکي کې ښه فرصتونه برابر کړي.

ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۴.۲ میلیون ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه محروم دي چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا لومړی ځل دی، چې قطر په افغانستان کې د ښوونې او روزنې بهیر ته ملاتړ برابروي.

طالبانو حکومت له خوا د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو پر زده کړو د بندیز له امله افغانستان کې د پوهنې له بهیر سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي دي.

XS
SM
MD
LG