د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې بیا پوهنتونونه پیل شول خو د نجونو په مخ یې دروازې بندې دي


طالبانو تیر کال د ډسمبر په میاشت کې پوهنتونونو ته امر وکړ چې تر بل امر پورې نجونې پوهنتون ته پرې نږدي.
طالبانو تیر کال د ډسمبر په میاشت کې پوهنتونونو ته امر وکړ چې تر بل امر پورې نجونې پوهنتون ته پرې نږدي.

د افغانستان په یو شمیر سیمو کې نن دوشنبه مارچ ۶ (کب۱۵) د لوړو زده کړو په موسسو کې د ژمنیو رخصتیو پای ته رسیدو وروسته تعلیمي کال پیل شو خو یوازې هلکان پوهنتونونو ته د تګ اجازه لري.

طالبانو تیر کال د ډسمبر په میاشت کې پوهنتونونو ته امر وکړ چې تر "بلې خبرتیا پورې" ښځینه محصلینو ته د زده کړو اجازه ورنکړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، دغې سخت دریځې ډلې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو ته د تګ مخه هم نیولې ده.

د غور په ولایت کې د راحیلې په نامه ۲۲ کلنه محصله وایي: "په زړه ماتیږم چې ګورم هلکان پوهنتون ته ځي خو مونږ باید په کور کې پاتې شو."

راحیله لوړو زده کړو ته د طالبانو لخوا د نجونو په تګ بندیز "جنسیتي توپیر" بولي او زیاتوي چې هیڅوک باید د زده کړو لپاره د افغان نجونو مخه ونه نیسي.

هغه وایي: " اسلام مونږ ته د لوړو زده کړو اجازه راکړې، دا جنسیتي تبعیض دی او هیڅوک باید د زده کړو لپاره زمونږ مخه ونه نیسي."

طالبان وایي ځکه یې د لوړو زده کړو مؤسسو ته د نجونو تګ بند کړی چې ښځینه زده کوونکو د "پردې" کولو لپاره د دې ډلې لخوا غوښتل شوي شرایط نه مراعت کول او د تګ راتګ پر وخت یې د ځانونو سره محرم هم نه درلود.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي چې «بې حجابي، له محرم پرته سفر، منکرات او د هلکانو او نجونو ګډ» ټولګي په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د ځنډولو او بندولو عمده دلایل دي.

سره لدې چې طالبان د میرمنو او نجونو پر مخ د پوهنې د دروازو تړل کیدل موقتي بولي او وایي چې د دې ستونزې په حل کار روان دی خو د اسلامي همکارۍ سازمان په ګډون نړیوالې ادارو او نړیوالې ټولنې د طالبانو دا کړنه غندلې.

د اسلامي همکارۍ سازمان د میرمنو او نجونو د تعلیم بندول د "شریعت او اسلام د پغیمر د سنتو خلاف" عمل بللی او همدارنګه یې د طالبانو غوښتي چې په خیریه مؤسسو کې د میرمنو په کار کولو بندیز دې هم لیرې کړي.

د سعودي‌عربستان،‌ قطر او ترکیې په ګډون یو شمیر اسلامي هیوادونو او د امریکا په ګډون ډېرو لویدیځو هېوادونو د طالبانو د حکومت دا پرېکړه غندلې او دهغه د بدلولو غوښتنه یې کړې ده.

څېړونکي وايي، د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار باندې د طالبانو د بندیزونو په اړه اندیښمن دي او ګني چې دا کار نړۍ ته د اسلام په اړه منفي پیغام ورکوي.

په افغانستان کې پوهنتونه داسې مهال د پسرلي درسونه پیلوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس ویسټ ویلي تمه نه لري په افغانستان کې راتلونکی تعلیمي کال نجونې وکولای شي ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي.

ویسټ تیره اوونۍ له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیرته پرانیستلو په اړه د طالبانو د حکومت ژمنو نتیجه نه ده ورکړې او ټینګار یې وکړ چې امریکا او نړیواله ټولنه غواړي د افغانو نجونو د پاره ښوونځي او پوهنتونونه ژر پرانیستل شي.

ښاغلي ویسټ وويل: "موږ داسې ژمنې واورېدلې چې هغوی [نجونې] به ډېر ژر ښوونځيو ته ستنې شي. په حقیقت کې دغو ژمنو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې او په اړه یې څېړنو ته اړتیا ده."

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن کابل ته په خپل وروستي سفر کې له طالب چارواکو سره په لیدنه کې د نجونو او ښځو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت باید د کارپوهو افغانانو مشورې واوري.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د دفتر په خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ مارچ څلورمه (کب ١۳) خپره شوه، راغلي چې د اروپايي ټولنې دغه ډيپلومات ويلي، چې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو له زده کړو څخه ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG