د لاس رسي وړ اتصالات

د عربي متحدو اماراتو د دیني عالمانو یو پلاوي په کابل کې طالبانو سره په تعلیمي مسلو خبرې کړي


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نوی تعلیمي کال په را رسېدو سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو خلاصولو په اړه غوښتنې زیاتې شوي، د متحده عربي اماراتو د دیني علماو یو پلاوی افغانستان ته د سفر په ترڅ کې طالب چارواکو سره لیدنه کې د نورو مسائلو ترڅنګ په تعلیمي مسلو خبرې کړي دي.

د متحده عربي اماراتو د علماو یو پلاوي پنجشنبه مارچ ۱۶ (کب ۲۵) کابل ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو او امر بالمعروف وزارت له سرپرستانو سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي رسنیو ته لېږلې اعلامیه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي له یاد پلاوي سره لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي او فرهنګي همکاریو غوښتنه کړې ده.

اعلامیه کې د امیر خان متقي له قوله ویل شوي: "موږ او تاسو به په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کي یو د بل همکار یو."

په اعلامیه کې ویل شوي چې د متحده عربي اماراتو د علماو پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدنه کې پر نورو مسائلو د بحث ترڅنګ ویلي چې هیواد یې له افغانستان سره د زده کړو په برخه کې بشپړه همکارۍ ته چمتو دی.

په بیان کې د متحده عربي اماراتو د دیني علماو د پلاوي د مشر حبتور الدرعي له قوله ویل شوي: "موږ د زده‌کړو په برخه کې بشپړې همکاري ته چمتو یو او زموږ مدرسې،ښوونځي او پوهنتونونه ستاسې مرستې ته چمتو دي."

د متحده عربي امارتو د علماو پلاوی پر داسې مهال د طالبانو حکومت ته په تعلیمو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکوي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان تر حاکمیت وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر امرثاني پورې ځنډولي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت هغه مهال ویلي وو چې دوی د نجونو ښوونځيو بیرته پرانیستلو په اړه پر یوې هر اړخیزې طرحې او یو مناسب چاپېریال پر رامنځته کولو کار کوي، خو د څه باندې یو کال په تېرېدو سره لا هم د یادې طرحې بشپړېدو په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

طالبانو تیر کال د ډسمبر په میاشت کې پوهنتونونو ته هم امر وکړ چې تر "بلې خبرتیا پورې" ښځینه محصلینو ته د زده کړو اجازه ورنکړي.

طالبان وایي ځکه یې د لوړو زده کړو مؤسسو ته د نجونو تګ بند کړی چې ښځینه زده کوونکو د "پردې" کولو لپاره د دې ډلې لخوا غوښتل شوي شرایط نه مراعت کول او د تګ راتګ پر وخت یې د ځانونو سره محرم هم نه درلود.

د متحده عربي اماراتو، سعودي‌عربستان،‌ قطر او ترکیې په ګډون یو شمیر اسلامي هیوادونو او د امریکا په ګډون ډېرو لویدیځو هېوادونو د طالبانو د حکومت دا پرېکړه غندلې او دهغه د بدلولو غوښتنه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ماشومانو د ساتنې ادارې ادارې په یوې اعلامیې کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و چې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال په رارسېدو سره باید په دغه هیواد کې د نجونو پر زده کړو ۱۸ میاشتنی بندیز پای ته ورسیږي.

د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د زده کړو او کار په اړه یو پلاوی کابل ته استوي

پر همدې مهال د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ویلي چې ټاکل شوې د نجونو پر زده کړو او ښځو پر کار د بندیز په اړه د اسلامي فقې نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ د دیني علماو یو پلاوی د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

حسین ابراهیم طاها په 'موریتاني' کې د دغه سازمان په لومړۍ ناسته کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي د بشري وضعیت څخه د ملاتړ او نجونو پر مخ د تعلیمي ادارو خلاصولو او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د نوموړي پیغام د طالبانو حکومت ته رسولی دی.

له خلیجي هیوادونو سره د همکارۍ د پراختیا غوښتنه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې امیر خان متقي له افغانستان سره د خلیجي هیوادونو د اړیکو د پراختیا او بشري مرستو راجلبولو، په اماراتو کې د افغان بندیانو ازادولو او د افغانستان د رښتني انځور انعکاس په برخه کې د یاد پلاوي د پاملرنې او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د بیان له مخې ښاغلي متقي همدارنګه ویلي چې د افغانستان کانونو په برخه کې متحده عرب اماراتو ته پانګونې زمینه برابره شوې ده.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان باندې حاکم شول، خو تر دا مهاله یې حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

XS
SM
MD
LG