د لاس رسي وړ اتصالات

آل ثاني: د طالبانو لپاره د اسلامي نظامی یوه ښه نمونه د قطر دولت دی


د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د بشري حقونو تازه سرغړاونې "مایوسونکې" بللې او طالبان یې هڅولي چې د اسلامي نظام د چلولو لپاره دې قطر یو نمونه وبولي.
شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني په دوحه کې په یو خبري کنفرانس کې وویل، "تازه کړنې چې مونږ په افغانستان کې ولیدې، له بده مرغه دا ډیره خواشینونکې ده چې وکتل شي د شا تګ لپاره ځیني ګامونه اخیستل شوي. "

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هیواد یېد طالبانو سره اوس هم په خبرو بوخت دی او هغوي دیته هڅوي چې دا ډول کړنې ونکړي. ښاغلي شیخ محمد وویل کوښښ کوو طالبانو ته وښیو چې اسلامي هیوادونه څه ډول خپل قوانین تطبیقوي او د میرمنو د موضوعاتو سره څه ډول چال چلند کوي.

هغه وویل، " یو مثال د قطر دولت دی چې یو اسلامي هیواد دی. زمونږ نظام اسلامي دی خو د حکومت او لوړو زده کړو په کاري ځواک کې مو میرمنې د سړیو نه ډیرې دي."

کابل ته د طالبانو د راتګ او د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته قطر په افغانستان کې د عمده منځګړي نقش ادا کوي. د افغانستان نه د زرګونو افغانانو او بهرنیانو د ایستلو په بهیر کې قطر مرسته کوله، د طالبانو د مشرانو سره هم په خبرو اخته دی او د کابل د نړیوال هوایي ډګر د چارو په تنظیم کې هم همکاري کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په طالبانو غږ وکړ چې د تیرو کالونو کامیابۍ دې خوندي کړي خو نړیوالې ټولنې ته یې هم خبرداری ورکړی چې افغانستان دې یوازې نه پریږدي.

د قطر بهرنیو چارو د وزیر تر څنګ د اروپایي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل هم چې دوحې ته تللی، په افغانستان کې د طالبانو په ځینو کړنو خواشیني وښوده.

ښاغلي بوریل وویل، " راځئ هیله وکړو چې د افغانستان د حکومت لوری بدل کړی شو. "

دغه اروپایي چارواکي زیاته کړه چې هیله مند دی قطر به په طالبانو د خپل "قوي نفوذ" نه کار واخلي او هغوي به دیته وهڅوي چې د ملکیانو سره ښه رویه وکړي.

طالبانو تیره اوونۍ د هرات د ښار په څو څلور لارو کې د ځینو کسانو مړي ځړولي و او ویلي یې و چې سړي تښتونکي دي چې د طالبانو سره په جګړې کې وژل شویدي.

د څه باندې یوې میاشتې راپدیخوا چې طالبان واک ته رسیدلې دا د هغوي لخوا په عامه توګه د سزا ورکولو تر ټولو ستره پیښه ده.
سره لدې چې ځینو طالب مشرانوژمنې کړي چې د خپل مخکني حکومت کړنې نه تکراروي خو د دې ډلې یوه بنسټ ایښودونکي او ددې ډلي د پخواني رژیم د امر بالمعروف او نهي عن المنكر رئیس ملا نورالدین ترابي ویلي دي، هغه سخت قوانین به چې طالبانو د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله پورې کړي وو، بیا عملي کیږي.

XS
SM
MD
LG