د لاس رسي وړ اتصالات

قطر یمن ته زر تنه عسکر استولي دي


حوشي شعیه ملیشې
حوشي شعیه ملیشې

د یمن پوځي چارواکي وايي چې قطر د حوثي یاغیانو خلاف د جګړې لپاره زر عسکر یمن ته استولي دي.

دا لومړی ځل دی چې قطر یمن ته عسکر استوي چې د حوثي یاغیانو خلاف وجنګیږي.

یمن چې د خلیج یو کوچنی خو بډایه هیواد دی د سعودي عربستان په مشرۍ په هغه ایتلاف کې شامل دی چې هدف یې د یمن د تبعید شوي ولسمشر عبدو ربو منصور هادي بیرته واک ته رسول دي.

د اسوشیټیډ پریس خبرې آژانس وايي چې د یمن پوځي چارواکو د نوم د نه اخیستلو په شرط ورته ویلي دي چې د قطر ځواکونه د ماریب ښار ته رسیدلي دي. په دغه ښار څو ورځې وړاندې حوثي وسله والو راکټي برید وکړ چې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ۶۰ عسکر پکښې ووژل شول.

رپوټ وایي چې د قطر د پوځیانو په ورتګ سره به د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو هوایي بمبارۍ چې د حوثي یاغیانو په خلاف یې کوي، نورې هم زرو واخلي او زیاتې به شي.

د حوثي یاغیانو په خلاف د ایتلافي ځواکونو تر څنګ، د جنوب بیلتون غوښتونکي ځواکونه، اسلام پال جنګیالي او د ځایي قومي ملیشو ډلې جګړه کوي. د یمن پوځ هم د کورنۍ جګړې له وجې په دوه برخو ویشل شوی، هغه پوځي قطعې چې د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پلویان دي، د حوثي یاغیانو سره یې لاس یو کړی.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې تر اوسه د یمن په کورنۍ جګړې کې دوه زره او سل عام خلک وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG