د لاس رسي وړ اتصالات

کویټه کې په یوې چاودنې کې څلور پولیس وژل شوي


د کویټه په یو بازار کې یوې بمي چاودنې ۴ تنه پولیس وژلي او لږترلږه ١١ ملکیان یې زخميان کړیدي.

د کویټې د پولیسو یو مامور عبدالرزاق چیمه د برید نه وروسته رسنیو ته وویل چې دغه چاودنه د یو جومات سره نژدې هغه وخت وشوه چې پولیس د ماسختن د لمونځ نه وروسته د تراوو پر مهال د دغه ځای امنیت ساتو.

د پولیسو چارواکې وایي چې د چاودنې نه سمدستي وروسته یې د سیمې امنیت ټینگ کړیدی، مړې او زخمیان یې روغتون ته انتقال کړیدی.

حکومت وایي چې د پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړیدي.

د پیښې وروسته د پیښې یو عیني شاهد محمد نعیم چې ځینې زخمیان یې په خپله روغتون ته رسولې دي، امریکا غږ ته وویل چې چاودنه دومره قوي وه چې چارچاپیره موټرې یې هم تباه کړې. هغه وویل چې درې زخمي کسان یې په خپل موټر کې روغتون ته انتقال کړل.

د بلوچستان صوبې یو وزیر میر ضیا لانگو د چاودنې په اړه رسنیو ته وویل چې هیچ چا ته به د دغه صوبې د امنیت د خرابولو اجازه ور نکړي.

تر اوسه پورې د برید مسولیت کومې ډلې ندې قبول کړی.

د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ د گوادر په سیمې کې په یو هوټل په وسله وال برید کې د یو سمندري عسکر په شمول پنځه تنه ووژل شول. پاکستاني امنیت ساتونکو په ځوابي عملیاتو کې درې تنه بریدکونکي هم ووژل.

XS
SM
MD
LG