د لاس رسي وړ اتصالات

نیپال د کرکټ ۲۰ اوریزه لوبه کې د افغانستان د زیاتو منډو ریکارډ مات کړ


تر نیپال وړاندې په ۲۰ اوریزو لوبو کې ریکارډ له افغانستان سره وو چې په ۲۰۱۹ کې یې د ایرلنډ په خلاف د درېو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۸ منډې کړې وې.
تر نیپال وړاندې په ۲۰ اوریزو لوبو کې ریکارډ له افغانستان سره وو چې په ۲۰۱۹ کې یې د ایرلنډ په خلاف د درېو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۸ منډې کړې وې.

نیپال د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې پنځمه) لومړنی کرکټ ټیم شو چې په یوه نړیواله ۲۰ اوریزه لوبه کې یې له ۳۰۰ زیاتې منډې وکړې.

په چین کې په روانو اسیايي سیالیو کې له منګولیا سره په لوبه کې، نیپال د پچې له ګټلو وروسته په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې ۳۱۴ منډې وکړې او درې لوبغاړي یې وسوځېدل.

له دې وړاندې دا ریکارډ له افغانستان سره وو چې په ۲۰۱۹ کې یې د ایرلنډ په خلاف د درېو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۸ منډې کړې وې.

د نیپال توپ وهونکی کوشال مالا په دریم نمبر میدان ته راغلی او په ۳۴ توپونو یې د سلیزې وهلو ریکارډ جوړ کړ.

له مالا وړاندې، د جنوبي افریقا ډیویډ میلر، د هند روهیت شرما او د چک جمهوریت سوډېش ویکرامسیکارا په ۳۵ توپونو سل منډې کړې وې.

دغه نیپالي چپ لاسي توپ وهونکي په ۵۰ توپونو، د ۱۲ شپږیزو او اته څلوریزو په مټ ټولې ۱۳۷ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېد.

په دغه لوبه کې، د نیپال بل ۲۳ کلن لوبغاړي ډیپنډرا سینګ ایري په نهو توپونو د پنځوسو منډو کولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ. کیدای شي د هغه دا ریکارډ تر دایمه پاتې شي ځکه چې د حساب له مخې، تر دې په لږو توپونو ۵۰ منډې کول امکان نلري.

تر دې وړاندې د هند یوراج سینګ په ۲۰۰۷ کال کې په ۱۲ توپونو پنځوسیزه پوره کړې وه.

د نیپال ټیم په دغه لوبه کې د ریکار په کچه په مجموعي توګه ۲۶ شپږیزې ووهلې. تر دې وړاندې دا ریکارډ له افغانستان سره وو چې د ایرلنډ په خلاف په ۲۰ اوریزه لوبه کې یې ۲۲ شپږیزې وهلې وې.

د نیپال ټیم د منګولیا ټول لوبغاړي له ۴۱ منډو کولو وروسته په ۱۳.۱ اورونو کې وسوځول او دغه لوبه یې د ۲۷۳ منډو په توپیر وګټله. دا هم په ۲۰ اوریزه لوبه کې په لوی توپیر د لوبې ګټلو نړیوال ریکارډ دی. له دې وړاندې چک جمهوریت په ۲۰۱۹ کې له ترکیې څخه د ۲۵۷ منډو په توپیر لوبه ګټلې وه.

د چین د هانګژو د اسیايي سیالیو د کرکټ په برخه کې د مقدماتي سیالیو ګټونکې لوبډلې به راتلونکې اونۍ په کوارټر فاینل کې له هند، پاکستان، سري لانکا او بنګله دېش سره یو ځای کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG